
کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوى ښار دى
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د صندوق دغه کارکوونکى د مصر اوسېدونکى و چې د يکشنبې په ورځ( د نومبر ٤) پرې د ناڅرگندو کسانو له خوا ډزې وشوې.
د دې بريد دليل څرگند نه دى خو پوليس گومان کوي چې بريد کوونکي ښايي غلۀ وو.
د کراچۍ د پوليسو يوۀ افسر رسنيو ته وويل چې د ملگرو ملتونو درې نړيوال کارکوونکي په يوۀ رستورانت کې د ډوډۍ تر خوړولو وروسته راووتل په گاډي کې سپارۀ شول چې ډزې پرې وشوې.
پوليس وايي د مصر اوسېدونکى په اوږه ولگېد او ټپي شو.
د روان کال د جولاى په مياشت کې د روغتيا د نړيوال پروگرام دوه کارکوونکي هم په کراچۍ کې په نخښه شوي وو.
کراچۍ د پاکستان لوى صنعتي ښار دى چې شاوخوا ١٨ ميليونه کسان په کې اوسېږي.
دغه ښار په تېرو څو کلونو کې د تاوتريخواليو شاهد دى.
په کراچۍ کې په لسگونو کسان د توکميزو، مذهبي او سياسي سياليو په ترڅ کې په نخښه شوي او وژل شوي دي.
په دغه ښار کې څو ځله پر بهرنيو، په ځانگړې توگه لويديځوالو بريدونه شوي دي.












