
دغه انځورونه د سپوږمکۍ په مټ اخيستل شوي دي.
په برما کې د تازه تاوتريخوالي له امله چې د مسلمانانو او بودايانو تر منځ شوي ۸۰۰ کورونه سوځېدلي او له امله يې درنه مرگ ژوبله هم اوښتې ده.
د بشري حقونو د څار ډلې هغه انځورونه خپاره کړي چې د دغه هېواد د رخاين ايالت د کيوکپيو له ښاره اخيستل شوي او په دې اړه يې د جدي پلټنو غوښتنه کړې.
څلور مياشتې وړاندې هم په دغه ايالت کې د مسلمانانو او بودايانو په اخ وډب کې مسلمانانو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې وه.
د بشري حقونو د څار ډله وايي د برما د رخاين ايالت په کيوکپيو ښار کې ۸۰۰ کورونه او د دغه ښار ستره برخه په وروستيو تاوتريخوالو کې سوځېدلې ده.
په امريکا کې د بشري حقونو دغې ډلې ويلي چې په وروستي تاوتريخوالي کې پر مسلمانانو د بودايانو له خوا بريدونه شوي چې هغوى يې د برما اوسېدونکي نه بولي.
د يکشنبې پر ورځ (اکتوبر/۲۱ مه) د رخاين په ايالت کې ٥٦ تنه ووژل شول.
که څه هم تر اوسه روښانه شوې نه ده چې دغه تاوتريخوالی د څه شي په سر راټوکېدلی خو د بشري حقونو د څار ډلې هغه انځورونه خپاره کړي چې د کيوکپيو په ښار کې د ورانيو او ويجاړيو کچه ترې څرگندېږي.
د بشري حقونو د څار ډلې د اسيا د برخې مرستيال فيل رابرتسن وايي دغو انځورونو ته په کتو چې د سپوږمکۍ په مټ يې اخيستي د برما چارواکو ته په کار دي چې په بېړني ډول د رخاين په ښار کې د سولې او ټيکاو د را وستو لپاره لاس په کار شي.
څو ورځې وړاندې د برتانيا د څلورمې شبکې د برخې يو شمېر خبريالان او فلم اخيستونکي په دې وتوانېدل چې د دغه ايالت د سيتوه ښار ته چې په وروستيو تاوتريخوالیو کې ډېر زيانمن شوى و سفر وکړي او له هغه ځايه رپوټونه چمتو کړي.
دغې تلوېزيوني شبکې په خپل رپوټ کې وښودل چې د سيتوه د ښار هغه ستره برخه چې مسلمانان په کې مېشت وو د قامي شخړو له امله په بشپړه توگه ويجاړه شوې ده.
شاوخوا څلور مياشتې وړاندې هم د رخاين په ايالت کې ۹۰ تنه د قامي شخړو په ترڅ کې وژل شوي وو چې ټول مسلمانان وو.
تاوتريخوالي دغلته هغه مهال زور واخيست چې پر يوې بودايۍ مېرمنې د دريو تنو مسلمانانو له خوا د جنسي تېري او وروسته د هغې د وژنې په تړاو ځيني رپوټونه خپاره شوي وو.
د تېرو څلورو مياشتو د تاوتريخوالي په تړاو د ملگرو ملتو نو د بشري حقونو د څانگې کميشنرې ناوي پلاى د برما پر دولتي ځواکونو تور پورې کړى و چې په وينا يې دغې سيمې ته د وضعې د کابو کولو پر مهال يې پر مسلمانانو بريدونه کړي و.
مېرمن پلاى په دې برخه کې د پلټنو غوښتنه هم کړې وه.
د برما ډېر اوسېدونکي د رخاين په سيمه کې مېشت مسلمانان ناقانونه کډوال بولي او هغوى ته د برما د اصلي اوسېدونکو په سترگه نه گوري.
د برما حکومت وايي دغه نوي کډوال هغه خلک دي چې د هند له نيمې وچې راکډه شوي او د برما اوسېدونکي نه دي.












