
ښاغلي شهبازشریف پولیسو ته امر وکړ، چې د ده له زوم نه هم پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې یوې ځایې محکمې د دغه ایالت د لومړي وزیراو نفوذ درلودونکی سیاستوال شهباز شریف زوم د یوې بیکرۍ پر ساتونکي د ادعا شوي تشدد له امله د ځانګړي عدالتي حکم په وسیله د څوارلسو ورځو لپاره زندان ته ولیږه.
عمران یوسف هغه وخت ونیول شو، چې د بیکري له ساتونکي سره د زور زیاتي د قضیې په لړ کې د ځان سپیناوي لپاره په لاهور کې د پولیسو مرکز ته لاړ.
ځايي پولیسو نوموړي د پنجشنبې په ورځ ځايي محکمې ته وړاندې کړ او دولتي وکیل ادعا وکړه، چې له عمران یوسف څخه پلټنه نه کیږي، ځکه نو باید د محکمې په حکم زندان ته ولېږل شي.
په نوموړي تور دی چې د خپلو پولیس ساتونکو په وسیله يې په لاهور ښار کې د یوې بیکري کارکوونکي د بیکرۍ نه پرانېستلو له امله وډباوه.
د شهباز شریف د زوم عمران یوسف مدافع وکیل بي بي سي ته وویل، چې موکل يې د بیکري له کارکونکي سره د زور زیاتي په اړه په ځان لګیدلي تورونه په کلکه ردوي.
د څارنوالانو په خبره د بیکري په ساتونکي د (ایلیټ فورس) د ځانګړي پولیس کمانډو له هغه وروسته برید وکړ، چې نوموړي د عمران یوسف د ښځې لپاره د بیکري له پرانېستلو انکار وکړ، چې د کیک رانیولو لپاره دې بیکري ته ورغلې وه.
محکمې پر ضمانت د هغه د خوشي کولو د درخواست په اړه اړونده چارواکو ته د جمعې په ورځ د مراجعې کولو امر صادر کړ.
په ضمانت د نوموړي د خوشي کولو لپاره په وړاندې کړل شوي عریضه کې ویل شوي، چې ساتونکي د عمران یوسف کسان دي، خو دوی په اخ وډب کې هیڅ لاس نه لري.
"پولیس کمانډو له هغه وروسته د بیکري په ساتونکي برید وکړ، چې نوموړي د عمران یوسف د ښځې لپاره د بیکري له پرانېستلو انکار وکړ، چې د کیک رانیولو لپاره دې بیکري ته ورغلې وه."
څارنوالان
په کلیپ کې لېدل کیږي، چې د یوې شتمنې کورنۍ ښځه بیکرۍ ته د سودا رانیولو لپاره ځي، خو بیکري تړل شوې او کارکوونکی یې له پرانېستلو انکار کوي.
له دې وروسته د ایلیټ فورس پولیس یادې بیکرۍ ته ورځي او کارکونکی وهي ډبوي.
په درخواست کې له محکمې غوښتل شوي، چې باید عمران یوسف په ضمانت خوشی کړي.
د پنجاب ایالت لومړي وزیر په رسنیو کې د دې کلیپونو له خپرېدو وروسته د خپل زوم د ساتونکو د نیولو امر وکړ.
ښاغلي شریف پولیسو ته امر وکړ، چې په دې لړ کې د ده له زوم نه هم پوښتنې ګروېږنې وکړي. له دې وروسته علي عمران د لاهور ښار په ډیفنس سیمه کې د پولیسو مرکز ته ورغی، چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته یې نوموړي توقیف کړ.
یوه ورځ مخکې ځايې محکمې د بیکري له کارکوونکي سره د زور زیاتي په قضیه کې د ایلیټ فورس اووه تنه کارکوونکي په ضمانت خوشي کړل.












