
هوګو چاویز تېر کال د سرطان ناروغۍ له کبله بستر شوی و، خو اوس وايي چې له دې ناروغۍ جوړ شوی دی.
د ونزویلا ولسمشر هوګو چاویز د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
نوموړی د رای اچوونکو ۵۴ سلنه رایې وګټلې، په داسې حال کې چې د هغه ۴۰ کلن سیال انریکیه کاپریلس ۴۴ اعشاریه ۹۷ سلنه رایې خپلې کړې.
د ټاکنو ملي کمیسیون د ټاکنو پایلې اعلان کړې.
هوګو چاویز به د شپږو نورو کلونو لپاره د ونزویلا ولسمشر وي، چې تر دې مخکې له څوارلس کاله ددغه هېواد ولسمشر پاتې شوی دی.
د ټاکنو ملي کمسیسون ویلي چې د ټاکنو د تېرې ورځې بهیر په ارامۍ سره بشپړ شو.
هوګو چاویز هڅه کوله، چې د کمونیزم د پاڅون په نامه خپله تګلاره پخپل هېواد کې جاري وساتي.
په تېلو دغه بډایه هېواد د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره سوداګریز تړونونه لري.
هوګو چاویز تېر کال د سرطان ناروغۍ له کبله بستر شوی و، خو اوس وايي چې له دې ناروغۍ جوړ شوی دی.
د دغو ټاکنو د خونديتوب لپاره ۱۴۰۰۰۰ امنيتي ځواکونه د راى ورکولو په ۱۰۰۰۰حوزو کې گمارل شوي وو.












