سبزیجات د خولې د سرطان مخه نیولی شي

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391
ګوپي

د ۲۰۰۷ کال په یوه ورته پلټنه کې ویل شوي وو، چې پاڼې لرونکې سبزي د مثانې د سرطان ګواښ کمولی شي.

یوې وروستۍ طبي پلټنې ښودلې ده، چې لږترلږه په اوونۍ کې یوځل سبزي خوړل د خولې د سرطان ناروغۍ ګواښ له منځه وړلی شي.

دوی وايي چې د خولې د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې ګوپي، د کرم ګل، مولۍ، او کرم ته ورته سبزي ډېره ګټوره تمامېږي.

یوې مخکنۍ ورته پلټنې ښودلې وه، هغه مېرمنې چې شنې پاڼې لرونکې سبزي ډېره خوري، تر ډېره د تیو (سینې) د سرطان له ګواښ څخه لیرې پاتې کېږي.

د برتانیا د غاښو ساتنې مؤسسې په دې پلټنه کې منلې ده، چې د ناوړه خوړو او د خولې د سرطان ترمنځ تړاو شته، په دې مانا چې د غوره خوراکي نظام نشتوالی د سرطاني ناروغیو امکان زیاتوي.

په دې پلټنه کې پوهان دې پایلې ته رسېدلي، هغه کسان چې په اوونۍ کې لږترلږه یوځل سبزي خوري، د خولې د سرطان امکان یې د هغو کسانو پرتله ۱۷ سلنه لږ دی، چې هېڅ سبزي نه خوري.

د پلټنې پایلې ښيي چې سبزي د نورو سرطاني (چنګاښي) ناروغیو د مخنيوي لپاره هم مثبت اغېز لرلی شي.

وايي چې سبزي د ګوردو د سرطان په ۳۲سلنه، د مرۍ د سرطان ۲۹٪، او د سینې د سرطان په ۱۷سلنې مخنیوي کې هم ګټور تمامیږي.

د ۲۰۰۷ کال په یوه ورته پلټنه کې ویل شوي وو، چې پاڼې لرونکې سبزي د مثانې د سرطان ګواښ کمولی شي.

د برتانیا د غاښونو د ساتنې مرکز مشر ډاکټر نیګل کارتر وايي، خلک باید د ناوړه خوړو د سیستم پر زیان او پر جسم یې د منفي اغېز په اړه پوی شي، په ځانګړې توګه هغه زیانونه چې د خولې سرطان ته لاره اواروي.

نوموړی وايي: "د خولې د سرطاني حالاتو نژدې درې برخې پر غیر صحي خوراکي نظام پورې اړه لري؛ همدا ده چې زموږ مؤسسه د متوازنو صحي خوړو سپارښتنه کوي، چې په دې کې مېوه او سبزیجات هم راځي."

هغه ټینګار کوي "داسې ثبوت شته چې اومیګا ۳، چې په کبانو، هګیو، او ځینو نورو خوراکونو لکه وریجو، او خوب راوړونکو خوړو او دانو کې شته، د خولې د سرطان ناروغۍ ګواښ کمولی شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>