
حکومتي رسنيو د ډېرو هغو کسانو د وژلو خبر ورکړى چې دوى يې "ترهگر" بولي.
د سوريې په پلازمېنه او د حلب په شمالي ښارکې د درنو جگړو رپوټ ورکړ شوى دى.
مخالفين وايي حکومتي ځواکونو د ښار په جنوب کې پر حجر الاسود سيمې يرغل ور وړى او اوسېدونکي يې په خورا تنگسه کې اېستي دي.
حکومتي رسنيو د ډېرو هغو کسانو د وژلو خبر ورکړى چې دوى يې "ترهگر" بولي.
د بخښنې نړيوالې ټولنې گواښنه کړې چې په پټو سترگو توپچي او هوايي گوزارونو، په تېره بيا په ادليب او حما کې د ولسي مرگ ژوبلې کچه خورا خېژولې ده.
د دغې بشري ډلې په وينا، په دغو دوو ولايتونو کې د خلکو کړاو نړيوالو ته سم نه دى رسول شوى، ځکه چې د رسنيو پام پر دمشق او حلب راټول دى.
ولسمشر بشارالاسد چې د ايران د بهرنيو چارو له ورغلي وزير سره يې کتلي، وويل چې د اوسنيو جگړو نښه يوازې سوريه نه ده او د ده په وينا ټول مقاومت يې په نښه کړى چې په ډاگه يې اشاره ايران او په لبنان کې شيعه غورځنگ – حزب الله ته وه.
له ايراني چارواکي سره د سوري مشرتابه کتنه پر داسې مهال شوې، چې د امريکا د خزانې وزارت ويلي ١١٧ ايرانۍ الوتکې يې پېژندلي چې د سوريې حکومت ته يې وسلې لېږدولې دي.
د دغه وزارت په وينا کې راغلي چې د ايران ايئر، مهان ائر او ياس ائير الوتکو دغه وسلې د بشري مرستې تر برغولي لاندې لېږدولې دي.
له دې سره جوخت د مالي کارپوهانو او بهرنيو ډېپلماتانو يوه ډله نن په هاگ کې ټولېدونکې ده چې د سوريې پر روان کړکېچ وغږېږي.
دغه ډله چې د "سوريې ملگري" نومېږي، هيله منه ده چې د ولسمشر اسد پر رژيم د بنديزونو نوې لارې ومومي.













