د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې مخکني استازي د سوریې د تاوتریخوالي په وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون د یوه شرمونکي عمل په توګه غندلی دی.
ښاغلي عنان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ټولې هغه خواووې چې له مخالفینو او یا هم حکومته ملاتړ کوي باید په سوریې کې د اتلس میاشتني تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل لاره ومومي.
ښاغلي عنان په اګست میاشت کې وروسته له هغه استعفا وکړه چې په سوریې کې یې د سولې پلان بریالی نه شو.












