
وړاندې په دغه سیمه کې اورپکو بریدونه کړي دي.
د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې د ماین چاودنې ۱۴ مسافر وژل شوي او یوولس نور یې ټپیان کړي.
پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه د بارودي سورنګ د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.
په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم دي.
د کوز دیر د پولیسو افسر محمد جاوید د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر ته ویلي چاودنه د یکشنبې پر ګهيځ وختي د بانډا سیمه کې رامنځ ته شوه.
نوموړی وايي چې د چاودنې په اړه پلټنه روان ده، خو ویل کېږي چې ګاډی له باردو یوه ډک شوي سورنګ سره جنګېدلی دی.
پولیس وايي د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
ویل کېږي چې په مسافر وړونکي ګاډي کې نژدې شل مسافر سپاره وو.
کوز دیر کې وړاندې هم د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې پېښې شوې دي، چې تاو یې ولسي وګړو ته رسېدلی دی.
چاوده د یکشنبې پر ګهيځ وختي شوې ده.
راپورونه وايي، په ګاډي کې هغه مسافر سپاره وو، چې د افغانستان پولې ته څېرمه یوه مارکیټ ته د سودا او راکړې ورکړې لپاره روان وو.
کوز دیر له سوات درې سره ګډه پوله لري، چې د پاکستان پوځ په کې په ۲۰۰۹ کال د طالبانو ضد عملیات وکړل.
وړاندې په دغه سیمه کې اورپکو بریدونه کړي دي.












