پاکستاني چارواکي وايي وسله والو طالبانو د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د پوځ پر يوې چوڼۍ بريد کړی دی.
دوی وايي د اورپکو په دغه بريد کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.
خو د طالبانو يوه وياند ويلي په دغه بريد کې يې ۱۲ پوځيان وژلي چې له ځينو يې سرونه غوڅ شوي دي.
حکومت وايي د پوځيانو په متقابل بريد کې لس وسله وال هم وژل شوي دي.
خبريالان وايي په جګړه کې د وژل شويو شمېر ځکه نه شي تايدېدی چې دغې لرې پرتې سيمې ته خپلواک لاسرسی ناشونی دی.












