
په چین کې پولیس وايی داسې کارخانې يي معلومې کړې چې په پټه خچن غوړي جوړوي
په چین کې چارواکو درمل جوړونکو کمپنیو ته ویلی چې باید د خپلو درملو په وېشونکو څار زیات کړي. د دولتي رسنیو په خبره دغه څرګندونې له هغه وروسته کیږي، چې د یو شمېر کمپنیو په اړه داسې رپوټونه ورکړل شول، چې ګواکي د انټي بایوټیک درملو په جوړولو کې (خچن غوړ) کاروي.
چارواکي د هغو کمپنیو په اړه تحقیقات کوي چې په اړه يي ویل کیږي، د درملو په جوړولو کې د ګران بیه سویابین غوړو په ځاي ارزان بیه استعمال شوي غوړي کاروي.
خچن غوړي هغه غوړي دي، چې د رېستورانونو په پخلنځیو کې له استعمال وروسته بیاځلي پروسس کیږي. دا په چین کې د روغتیا په اړه د ناوړه کړنو د افشا کېدو د لړۍ یوه بله پېښه ده.
په دې اړه له زیاتو معلوماتو ورکولو پرته حکومتي چارواکو وویل ژر به د خپلو تحقیق نتېجې اعلان کړي.
تر اوسه پورې معلومه نه ده، چې په دې ډول د چمتو کړل شویو درملو له امله بشري روغتیا ته څومره او څه ډول خطر متوجه دی، خو په بیجینګ کې د بی بي سي د خبریال مارټن پېښینس په خبره، دغه ډول پېښې ثابتوي چې په دغه هېواد کې یو شمېر کمپنۍ د زیاتې ګټې تر لاسه کولو لپاره له څه ډول لارو چارو ګټه اخلي.
په چین کې د خچنو خوړو او اوس د دغه ډول غوړو د کارولو پېښو رسوا کېدو له کبله په چین کې د وروستیو کلونو په اوږدو کې ډېرې اندېښنې راپورته شوې دي.
په اپریل میاشت کې د دغه هېواد دولتي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې په کې ویل شوي و، د دغه هېواد چارواکو یو شمېر داسې پټې کارخانې معلومي کړي او کارکونکي يي نیولي چې د ځناورو له وازدو يي خچن غوړي جوړول.
د پولیسو په خبره دغه ډول غوړي په یو شمېرهغو غوړو جوړونکو کمپنیو پلورل کېدل، چې په خوړو کې او په ریستورانونو کې د کارولو لپاره غوړي جوړوي.
د پروسږ کال په سپتامبر کې د دغه هېواد پولیسو د خوړو لپاره د کاریدونکو غوړو په نوم د خچنو غوړو د خرڅلاو په تور ۳۲ تنه ونیول.
د چین په ۱۴ ولایتونو کې دغه ډول ۱۰۰ ټنه غوړي ونیول شول چې په شپږو پټو کارخانو کې تولید شوي و. دغه کار د پولیسو له څلور میاشتني تحقیق وروسته وشو.
په ۲۰۰۸ کال کې د یو ډول څښاک له امله چې په کیمیايي موادو لړلی و، لږ تر لږه شپږ تنه ماشومان ووژل شول او تر درې زرو پورې ناروغ شول.












