په امريکا کې د روغتيا چارواکي وايي تر ۱۰ زرو پورې کسان کېدی شي د کليفورنيا (يوسيميټي) ملي بڼ کې د يوه شونی مرګوني ويروس د خپرېدو له امله له خطر سره مخامخ وي. په دغه پارک کې د کمپ سيمي ته ۶ تنه ورغلي کسان له وړاندې په دغه ويروس اخته شوي، چې دوه تنه يې مړه شوي دي.
دغه ناروغي چې د سږي ستونزو او زکام ته ورته نښو لامل کېږي درملنه يې نه شته او پرمختګ يې اوونۍ وخت نيسي. ګومان دی چې دغه ناروغي د هغو موږکانو له امله خپره شوې وي چې د کمپ استوګنې کابينونو د فاضله توکيو وتو ځايونو کې يې ځالې جوړې کړې وې.












