
د هغو ځوانانو ذهني وده ډېره متاثره شوې چې د بنګو زیاته نشه یي کوله
د بنگ خوړل د ځوانانو پر ذهني وده منفي اثر کوي. دا د هغې وروستې پلټنې پايله ده چې په نوي زيلند کې په نژدې ۱۰۰۰ ځوانانو د ۲۰ کلونو په موده کې تر سره شوې ده.
"په لندن کې د کينگز کالج پروفيسر وايي د بنگو اغيزې زياتې په هغو کې جوتې وې چې په کم عمرۍ کې د بنګو خوړلو ته مخه کړې وه ."
تحقیق کونکو نژدې شل کاله په منظمه توگه په يوه ډله ځوانانو پلټنه تر سره کړې. دوﺉ د غه ماشومان د ماشومتوب له پيره چې لا يې بنگو ته مخه نه وه کړي بيا تر ٣٨ کلنې پورې تر پلټنې لاندې نيولي وو، او په منظمه توگه به يې ورسره ليده کاته کول.
دوې د دې پلټنې پرمهال د نورو نشه اى توکيو لکه د شرابو، سگرټو او ځينو نورو مخدراتو اغېزې هم په پام کې نيولي وې ، د پلټنې په بهير کې ورته جوته شوه، هغو ځوانانو چې په اونۍ کې یې څلور ځله کلونه کلونه بنگ خوړل، هغوې د ذهنې ودې له پلوه له هغو نه چې نه يې خوړل خوراوروسته پاتې وو.
همدا رانگه د پلټنې په پايله کې څرگنده شوه، هغه ډله ځوانان چې ډير بنگ يې خوړل په هغه پيمانه ډېره يې ذهني وده اغيزمن شوې وه .
په لندن کې د کينگز کالج پروفيسر وايي د بنگو اغيزې زياتې په هغو کې جوتې وې چې په کم عمرۍ کې د بنګو خوړلو ته مخه کړې وه .
د بيلگې په توگه هغو چې له ١٨ کلنۍ نه په لږ عمر کې بنگو ته مخه کړې وه د هغو( IQ) يا ذهنې وده په اوسط ډول ٨ درجې کمه شوې وه. ماهرین وايي له بنګ پرې ښودلو وروسته هم د دې خلکو د ذهني ودې کچه عادي حالت ته نه ده ګرځېدلې.












