
اوس د دوبي د يخ پريړوالی د ١٩٨٠ یيزې يوازې ٣٠ سلنه پاتې ده.
له ١٩٧٩ کال نه راپدېخوا چې د ستلايت يا سپوږمکۍ له لارې د شمالي قطب د يخ د اوبه کېدو بهير په منظم ډول تعقيبيږي دغه ريکارد ښيي چې سږکال تر نورو کلونو ډېر زيات يخ اوبه شوى.
په دې پروژه کې دخيل سيانس پوهان وايي د دوي محاسبه ښيي چې دا د يوه بنستيزه بدلون برخه ده.
معمولاً د سين د يخ قطر يا پريړوالى د سپتمبر په مياشت کې خپل ټيټ ترین حد ته رسېږي، خو اوس داسې ښکاري چې د سږکال د يخ د اوبه کيدو دا لړۍ به نوره هم پسي دوام وکړي.
د امريکا د فضايي څيړنو مرکز 'ناسا' وايي سږکال په هر ميل مربع کې د يخ وسعت ١،٥٨ متره ښوول شوى په داسې حال کې چې د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې د يخ دغه وسعت ١،٦١ متره په يوه ميل مربع کې وو.
په شمالي قطب کې د سين يخی يا د سين د سر کاسه معمولاً په يخو کلونو کې يا د کال په ساړه موسم کې زياته پنډه وي خو په تېرو دريو لسيزو کې د هغو معلوماتو تر مخه چې د ستلايت په وسيله ترلاسه شوي هغه ښيي چې په هر لسيزه کې په اوړي کي ١٣ سلنه کميږي.
د ناسا يوه جگپوړي پلټونکي جوي کوميسو ویلي چې د تېر کال گرمه هوا او هم د شمالي قطب د دايمي يخي اوبه کېدل ددې سبب شوي چي سږکال د نورو کلونو په پرتله زيات يخ اوبه شي او د يادونې وړ ده چې د شمالي قطب دايمي يخى د نوي يخي د ساتونکي يا ژغرونکي دنده پر مخ وړي.
اوس د دوبي د يخ پريړوالی د ١٩٨٠ یيزې يوازې ٣٠ سلنه پاتې ده.
د برتانيا د کيمبريج د پوهنتون پروفسير پيتر ودام بي بي سي ته ويلي يو شمير سيانس پوهانو د خپلوو پلټونو په پايله کې وړاند وينه کوي چې په ٢٠١٥ او يا ٢٠١٦ کال کې به د د دوبي په موسم کې د شمالي قطب يخ په بشپړ ډول اوبه شي
د شمالي قطب د يخي اوبه کېدل مثبت او منفي اړخونه لري.
مثبت اړخونو کې يې د سمندې لارې لنډيدل د تيلو او غازو استخراخ او ځينې نور راځي او په منفي اړخونو کې که هوا گرميږي او يخ يې اوبه کيږي نو ورسره د ځينو ژويو ژوند هم له گواښ سره مخامخ کيږي چې له وړاندې نه د چاپيريال ساتنې ډلو د هغو پرضد کمپين پيل کړي چي د شمالي قطب په سين کي کې برمه کاري پيل کړېده .












