سګرټ د نارینه وو د دماغي ودې مخه نیسي

د عکس سرچینه،
برتانوي څېړونکو یوه اوږده څېړنه کې ویلي چې د نارینه وو د سګرټ څکولو او دماغي دندې ترمنځ نژدې اړیکه شته.
دوی ویلي هغه نارینه چې تر ۴۲ کلنۍ پورې سګرت څکوي، تر ډېره یې د ښځو د همدې عمر په پرتله ذهني قوه کمزورې کېږي.
دا څېړنه داسې مهال شوې، چې ملګرو ملتونو د تاریخ په اوږدو کې د عامې روغتیا لپاره سګرټ ډېر خطرناک بللي دي.
لندن پوهنتون کې څېړونکې سیفرین سابیا ویلي "زموږ څېړنې مودلې ده چې سګرټ څکول د سږي د سرطان او تنفسي سیستم د خرابولو لامل ګرځي. "
نوموړې وايي د نارینه وو په ۴۵ کلنۍ کې سګرټ پر انسان تر هر بل وخت ډېر ناوړه اغېز کوي.
دغه څېړونکې ټینګار کوي چې ښځې د نارینه وو پرتله له سګرټو لږ زیان ویني.
دا څېړنه پر هغو شاوخوا ۵۰۹۹ نارینه وو او ۲۱۳۷ ښځو ترسره شوې، چې د زیاترو عمرونه یې د ۵۶ ترمنځ وو.
دغې څېړنې تر ۲۵ کلونه وخت اخیستی، چې پر وروستیو پایلو یې تر ۱۰ ډېر کلونه لګېدلي دي.
د څېړنې پایله کې ویل شوي چې د سګرټ نه څکوونکو په پرتله د سګرټ څکوونکو ذهن شاوخوا لس کاله وروسته پاتې کېږي.
په دې اړه آغلې سابیا ویلي "هغه سګرټ څکوونکی چې عمر ۵۰ کاله وي، د ۶۰ کلن نه سګرټ څکوونکي نارینه پرتله یې ذهني او دماغي وروسته والی لس کاله توپیر لري. "
دې دا هم ویلي، هغه سګرټي کسان چې لس کاله مخکې یې سګرټ پرېښي دي، د ذهني وروسته والي له ستونزې ځورېږي.
د ویلو ده چې سګرټ څکول د سږي سرطان په ګډون د ګڼو تنفسي ناروغیو سبب ګرځي.
همدا راز، سګرټ د زړه د شریانونو د بندېدو او له دې کبله په نړۍ کې د ګڼو مرینو لامل کېږي.








