دوبۍ هوايي ډګر په اماراتو کې له ګڼو بارانونو وروسته بېرته پرانیستل شوی
- Author, لیپیکا فیلهم او مالو کورسینو
- دنده, بي بي سي
په متحده عربي اماراتو او ګاونډیو هېوادونو کې یې له ګڼو بارانونو او سېلابونو وروسته د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه اوس هم له سخت خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
پر سې شنبه متحده عربي اماراتو کې خورا ګڼ باران وشو، چې له کبله یې د ښارونو لارې، کوڅې له سېلابي اوبو ډکې شوې او د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ځینې برخې هم اوبو لاندې کړې. په عمان کې د همدې سېلابونو له کبله اوس د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او په متحده عربي اماراتو کې یو کس له همدې امله مړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر پنجنشبه دوبۍ هوايي ډګر ته ځینې الوتنې ستنې شوې، خو دغه هوايي ډګر چې د ګڼ شمېر خلکو لپاره د هوايي سفر یو مهم پړاو دی، د عادي فعالیت برخه کې اوس هم له ستونزو سره مخامخ دی. ډېرو مسافرو بي بي سي ته ویلي، د نړۍ په دویم تر ټولو ډېر مصروف هوايي ډګر کې د سفر لپاره له ''ګډوډۍ '' سره مخامخ دي او هغو الوتنو ته هم لاسرسی نه لري، چې ټکټونه یې وار له مخه اخیستي دي.
ځینو مسافرو بیا پر خواله رسنیو پیغامونه لیکلي، چې په داسې حال کې چې ماشومان هم ورسره دي، د توکو لېږد، رالېږد، بورډینګ پاس او پاسپورټ کنټرول څانګو د نه فعالیت له کبله په هوايي ډګر کې لالهاند ګرځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم پر پنجشنبه د دوبۍ هوايي ډګر مسوولینو وویل، په ټرمېنل - ۱ ته ورودي الوتنې رسېږي، چې معمولاً یې بهرني هوايي شرکتونه کاروي، خو بهر ته تلونکې الوتنې لا هم له ځنډ سره مخامخ دي.
دوی وروسته اعلان وکړ، چې په ټرمېنل -۳ کې یې د الامارات او فلای دوبۍ الوتکو د مسافرو لپاره د بورډینګ کارت ورکړه هم پیل کړې ده. خو په خبره یې د منتظرو مسافرو شمېر خورا زیات دی او له همدې کبله به تر الوتکو پورې د رسېدلو چاره ځنډمنه وي.





