د یونان رودس ټاپو کې پراخه‌ اورلګېدنه؛ زرګونه کسان خوندي‌ سیمو ته ایستل شوي

د ویډیو تشریح، سیلانیان خوندي سیمو ته ایستل کېدو لپاره راټول شوي

د یونان رودس ټاپو کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له کبله زرګونه کسان له کورونو او هوټلونو ایستل شوي دي.

د دغه هېواد د اور وژنې ادارې چارواکو ویلي، رودس کې د لګېدلي اور وژل دمګړۍ دوی ته تر ټولو ستونزمن ماموریت دی.

رپوټونو کې راغلي چې تر دې دمه له ۳۵۰۰ ډېر کسان د ځمکې او اوبو له لارې له دغه ټاپو خوندي سیمو ته ایستل شوي.‌

دا اور اروپا کې د را الوتې تودې څپې له کبله تېره سې‌شنبه لګېدلی، خو اوس ځواکمن بادونه د دې لامل شوي چې په چټکۍ سره پراخ او نورو سیمو ته خپور شي.

د یونان د اقلیمي کړکېچ او ښاري خوندیتابه وزارت وايي، تر اوسه دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

دغه وزارت زیاته کړې چې له اغېزمنو شویو سیمو د سیلانیانو د ایستلو لړۍ روانه ده.

۵ چورلکې او ۱۷۳ اور وژونکي له دې ځایه خوندي سیمو ته د خلکو د ایستلو په ماموریت کې برخه لري.

یو شمېر شخصي بېړۍ هم د یونان له سمندري ګارد سره د خلکو په تخلیه کې همکاري کوي.

پر دې سربېره رپوټونو کې راغلي چې د یونان د سمندري‌ ځواک هم دې سیمې ته بېړۍ استولې دي.

Fire in the sky above a building in Rhodes

د عکس سرچینه، Simon Wheatley

د عکس تشریح، دا عکس یوه بریتانوي سیلاني اخیستی دی

‌رودس ټاپو په اژه سمندر کې پروت دی او هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ورځي.

دغلته دا اور هم داسې مهال لګېدلی چې اوس د سیلانیانو د ورتګ فصل دی.

یونان کې د هوا له تودېدو سره د سیل او تفریح سیمې تړل شوې دي.

اروپا کې دا توده څپه د دې لامل شوې چې یونان کې څو ځایه ځنګلي اورونه ولګېږي.

دا اورلګېدنې دومره پراخې دي چې ګاونډیو هېوادونو هم د مرستې لاس ورغځولی دی.

A blaze on Rhodes

د عکس سرچینه، Reuters

په دې لړ کې ایټالیا او فرانسې یونان ته د اور وژنې الوتکې او پولنډ، سلواک، رومانیا او بلغاریا تر ۲۰۰ ډېر او وژونکي استولي دي.

ترکیې هم له دغه هېواد سره مرستې ته مټې رانغښتې.

د سلواک اور وژونکي‌ رودېس ټاپو ته رسېدلې او هلته د لګېدلي اور په کنټرول او وژلو کې مرسته کوي.

دوی پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "رودس کې وضعیت جدي‌او ډېر ستونزمن دی. اور وژونکي د سخت باد او په چټکۍ د اور لوري د بدلېدو له کبله اړ شول چې په بېړه شاته راوګرځي."