د قرآن سوځولو پېښه؛ عراق د سويډني سفير د ايستلو امر کړی

ق

د عکس سرچینه، Reuters

د عراق دولت له سویډن سره د ډيپلماتيکو اړیکو له ترینګلتیا وروسته په دغه هېواد کې د سویډن سفیر ته امر کړی چې له خاورې یې ووځي.

عراق دا رنګه پرېکړه کړې چې له سویډن څخه هم خپل استازی ور وغواړي.

د عراقي لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې دا کار د هغو پېښو په ځواب کې کوي چې "سویډني چارواکو په مکرر ډول د قرآن کریم او د عراق ملي بیرغ" ته د سپکاوي اجازه ورکړې ده.

بل خوا وروسته له هغې چې په بغداد کې د سویډن په سفارت برید وشو او یوه برخه یې وسوځول شوه، دغه سفارت هم اعلان کړی چې تر بل امره یې کارونه درولي دي.

تېره شپه قهرجنو لاریون کوونکو په بغداد کې د سویډن په سفارت بیا بریدونه وکړل او ځېنې برخې یې وسوځولې.

د راپوټونو له مخې پولیسو په برید کوونکو اوبه پاشلې او تیت او پرک کړي یې دي.

د عراق دولت سویډن ته خبرداری ورکړی چې که د قران کریم سوځولو پېښه بیا تکرار شي، له هغه هېواد سره به هر ډول اړیکي پرې کړي.

د لومړي وزیر دفتر دا هم ویلي، د وینا ازادۍ په پلمه دا ډول کړنو ته اجازه ورکول" پاروونکی عمل" شمېري.

خو د سویډن په سفارت یې برید غندلی، امنیتي تیروتنه یې بللې چې په وینا یې چټکه رسیدنه به ورته وکړي او د پردې شاته عوامل به یې پيدا کوي.

ق

د عکس سرچینه، Reuters

ځینو رسنیو رپوټونه ورکړي چې د تېرې شپې برید د شیعه مذهبي مشر مقتدي صدر د پلویانو لخوا شوی دی.

د سویډن بهرنیو چارو وزیر هم ددې هېواد په سفارت غندلی دی.

توبیاس بیلسټروم په سفارت دغه "غیرقانوني" بللی او وایي، داسې ښکارې چې عراقي چارواکو د سفارت امنیت ساتنه کې خپله دنده نه ده ترسره کړې.

سویډن وایي د سفارت ټول کار کوونکي یې خوندي دي.

په سویډن کې د یوه عراقي وګړي لخوا د قرآن کریم له سوځولو وروسته دا دوهم ځل دی چې په عراق کې د سویډن په سفارت برید کېږي.

په لومړني برید کې هم د مقتدي صدر پلویان ښکېل بلل شوي دي.

له یادې پېښې وروسته ګڼو اسلامي هېوادونو غبرګون ښودلی او په افغانستان کې هم د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د سویډن اړوند ټول فعالیتونه ځنډولي دي.