روسیې د سمندري هوکړې له ختمولو وروسته د اوکرایین غنمو پر زېرمتونونو توغندیز بریدونه کړي

د ویډیو تشریح، په دې ویډیو کې اوډیسه کې د غنمو پر زېرمتونونو د برید اغېز لیدل کېږي.
    • Author, پاورل کیربي
    • دنده, بي بي سي

د اوکرایین پر تور سمندرغاړې د روسیې توغندیزو بریدونو کې ۶۰ زره ټنه غنم له منځه تللي او د غلې، دانې زېرمتونونو ته زیان اوښتی دی.

د اوکرایین کرنې وزیر مېکولا سولسکي وايي، د صادراتو لپاره چمتو شوې 'پاموړ ' اسانتیاوې له منځه تللې.

د یادونې ده، چې روسیه له هغې هوکړې په شا شوې، چې د تور سمندر له لارې د صادراتو خوندي لېږد، رالېږد لپاره شوې وه.

د چارشنبې پر ورځ بیا د روسې ولسمشر ولادیمر پوتین پر لوېدیځوالو تور پورې کړ، چې په وینا یې د غلو، دانو هوکړه د 'سیاسي باج ' په توګه کاروي.

نوموړي زیاته کړه یوازې په هغه صورت کې به روسیه بېرته په دې هوکړه کې پر ګډون غور وکړي، چې ''هغه ټول شرایط پوره شي او هغه اصول مراعت شي، چې له مخې یې روسیې دا هوکړه کړې وه. ''

د ښاغلي پوتین دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې پر چهارشنبه د روسیې دفاع وزارت وویل، د چهارشنبې پر شپه به له ځايي وخت سره سم له نیمې شپې وروسته هره هغه بېړۍ چې د اوکرایین ساحلونو پر لور سفر کوي داسې وګڼل شي چې وسله لېږدوي او د کړکېچ یوه برخه ده.

د وزارت چارواکو دغه راز زیاته کړه، د تور سمندر سویل ختیځې او شمال لوېدیځې سیمې به په موقت ډول خطرناکې وي.

An explosion at an ammunition depot in Crimea

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په کریمیا کې د وسلو یوه زېرمتون کې د پرلپسې چاودنو رپوټونه ورکړل شوي.

بل لور له هوکړې په شا کېدو څو ساعته وروسته روسي ځواکونو د سې شنبې پر ګهیځ د اوکرایین پر ساحلونو بریدونه پیل کړل.

د چهارشنبې پر شپه هم دې بریدونو دوام وکړ، په اوډیسه او چورنومورسک ساحلونو کې د غلې، دانې پر ګودامونو توغندیز ګوزارونه وشول چې په هوکړه کې له شاملو دریو ساحلونو یې دوه وو.

پوځي سرچینې وايي، په دې بریدونو کې د یوه نهه کلن هلک په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي او د اپارتمانونو یوه بلاک ته زیان رسېدلی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي په دې هکله ویلي د هر یوه توغندي ګوزار نه یوازې پر اوکرایین ګوزار دی، بلکې په وینا یې ''په نړۍ کې پر هر هغه کس یو ګوزار دی، چې د خوندي او عادي ژوند لټون کوي. ''