ملګري ملتونه: غیرصحي خواړه هر کال ۶۰۰ میلیونه انسانان ناروغوي

صحي خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي، د غیر صحي خوړو له امله هر کال په نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه انسانان ناروغانېږي چې له ډلې یې کابو نیم میلیون کسان ژوند بایلي.

ملګري ملتونه نن د جون اومه د "صحي خوړو" نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت له "کرنې تر پخلي او خوراکه" پر صحي خوندیتابه ټینګار کړی دی.

افغانستان او پاکستان هم له هغو هېوادونو دي چې د ککړ چاپیریال او غیر صحي خوړو له امله په کې هر کال میلیونه کسان په ناروغیو اخته کېږي‌.‌

د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر وړمه ورځ د چاپیریال ساتنې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته ویلي و، یوازې تېر ژمی د ناپاک چاپیریال له امله "له میلیونه ډېر ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي وو.‌"

ملګري ملتونه وايي، په کافي اندازه صحي خوړو ته لاسرسی د ژوند خوندیتابه او روغتیا "کیلي" ده.

له خوړو لېږدېدونکۍ ناروغۍ چې معمولا زهري او مکروبي لري، په سترګو نه لیدل کېږي. د خوراک او څښاک له لارې بدن ته د باکتریاوو، وایروسونو، پرازیتونو او کیمیاوي موادو په بڼه ننوځي او ناروغۍ زېږوي.

ملګري ملتونه وايي، له کرنې تر خوراکه د خوړو په ټول بهیر کې له صحي اړخه د خوړو خوندیتابه ته پاملرنه ډېره اړینه ده.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغه سازمان په وینا، غیر صحي خواړه د انسانانو روغتیا او اقتصاد دواړه ته ستر ګواښ دی چې په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، جګړو ځپلي، کډوال او زیانمنونکي او کمزوري انسانان اغېزمنوي.

ملګري ملتونه زیاتوي، د غیرصحي خوړو له امله د مړه کېدونکو انسانانو په ډله کې یې ۱۲۵ زره له پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د خوړو او کرنې نړیواله اداره هر کال د جون اوومه صحي خوړو ته د نړۍ د پام ډېرولو، له دغو خوړو د را پیدا کېدونکو ناروغیو د مدیریت او تلپاتې نړیوال پرمختګ په موخه لمانځي.

ملګري ملتونه وايي، د دغې نړیوالې ورځې لمانځل یو فرصت دی چې د خوړو د خوندیتابه هڅې پیاوړې او د صحې خوراک کولو په تړاو ډاډمن شو.