د ترکيې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته ووتې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه کې د ټاکنو ادراې په رسمي توګه اعلان وکړ چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته تللي دي.
د رسمي ګډون کچه له ۸۸ سلنې لوړه ښودل شوې.
اوس به دوه مخکښ نوماندان، ښاغلی اردوغان او ښاغلی قلیچدار اوغلو په دویم پړاو کې سیالي وکړي، چې د یکشنبې په ورځ د می پر ۲۸ نېټه به ترسره شي.
د کابو ټولو رایو په شمېرلو سره، ښکاري چې نه ولسمشر رجب طیب اردوغان او نه یې هم اصلي ټاکنیز سیال کمال قلیچدار اوغلو ۵۰ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
په پام کې ده چې د عدالت او پراختیا ګوند پارلمان کې خپلې ۲۸ څوکۍ له لاسه ورکړي.
د ترکیې د ټاکنو عالي شورا مشر احمد ینر ویلي، د څه باندې ۹۱٫۹۳ سلنه صندوقونو رایې پرانیستل شوې چې په وینا یې په دې بنسټ اردوغان ۴۹٫۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴٫۷۹ فیصده رایې خپلې کړې دي. نوموړي وویل د رایو شمېرل لا هم دوام لري، خو دا یې ونه ویل چې ایا ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي او که نه.
په پام کې ده چې نوموړی به د رایو تر شمېرل کېدو وروسته وروستۍ پایلې اعلان کړي، خو لا روښانه نه ده چې کله به یې اعلانوي.
په ورته وخت کې رجب طیب اردوغان انقره کې د خپل واکمن ګوند د دفتر برنډه کې پلویانو ته وینا کې وویل "که څه هم وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې، موږ تر ډېره حده مخکې یو".
هغه خپله وینا په دې خبره پیل کړه چې "یو څوک په پخلنځي کې دی، موږ برنډه کې یو". د نوموړي اشاره د مخالفانو د مشر هغې وېډیو ته وه چې له خپل ساده پخلنځي یې د ټاکنیز کمپاین پرمهال خپله کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي پر خپلو مخالفانو د "خلکو د تېر ایستلو" تور لګولی دی. اردوغان وویل، د رایو شمېرل دوام لري او دوی د "ملي ارادې ډاګیزه کېدو ته په تمه" دي.
ده وویل "موږ تل پخپل اوږده سیاسي ژوند کې د ولس پرېکړې ته درناوی کړی، دا ستاسې پرېکړه ده. په دې ټاکنو کې هم احترام ورته لرو. په راتلونکو ټاکنو کې به هم درناوی ورته ولرو".
د کمال قلیچدار اوغلو ځواب
د اردوغان ټاکنیز سیال کمال قلیچدار اوغلو په ځايي وخت سهار ۳ بجې د دولت د مخالفو مشرانو تر څنګ بیانیه ورکولو کې وویل، "ټاکنې له برنډې نه بریالۍ کېږي، که زموږ ولس د دویم ځل ټاکنو اړتیا ولري... موږ به قطعا په دویم پړاو ټاکنو کې بریالي شو. اردوغان چې له خلکو د باور د کومو رایو تمه لرله، وانخیستې".
ښاغلي اوغلو زیاته کړه، د خوشالۍ خبره ده چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نژدې ۹۰ سلنې ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، د ترکيې خلک به پرېکړه کوي چې ايا اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوګان چې له تېرو شلو کلونو په واک کې دی يو ځل بيا ولسمشر کړي که نه.
د نوموړي اصلي سيال کمال قليچدار اوغلو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته ولسمشر ته ډېری ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي.
ښاغلی قليچدار اوغلو د يوه پراخ اپوزيسیون ائتلاف مشر دی چې د رجب طیب اردوګان تر څنګ په دې ټاکنو کې د بريا لوی چانس لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو لپاره بايد يو نوماند تر ۵۰ سلنې زياتې رايې ترلاسه کړي که داسې ونشي ټاکنې دويم پړاو ته ځي او د ترکيې د قانون له مخې له لومړي پړاو دوه اونۍ وروسته (مې ۲۸مه) بايد ترسره شي.
په ترکيه کې ۶۴ ميليونه وکړي د رایې ورکولو وړ دي او نن د پارلمان د ۶۰۰ څوکيو لپاره هم رايه اچوونه ترسره شوه.
په استانبول کې د بي بي سي خبريال وايي د نوي قانون له مخې خبريالان اجازه نه لري چې د راپور لپاره د رايو ورکولو مرکزونو ته ننوځي.

د عکس سرچینه، ERDEM SAHIN/EPA-EFE/REX/Shutterstock
د ترکيې ټاکنې او افغانان
هغه لسګونه زره افغانان چې د ترکیې تابعیت لري په دغه ټاکنو کې يې ونډه اخيستې او یو افغان تبعه د استانبول پارلمان ته د لاري موندلو او څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هم سیالۍ ته راوتلی.
د ترکیې د ټاکنو دغه پړاو د هغو افغان کډوالو او بهرنیو وګړو لپاره چې د پانګې په بدل کې یې تابعیت ترلاسه کړی، مهمي بلل کېږي، ځکه د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د کډوالو او بهرنیو وګړو شتون تاوده بحثونه را پارولي وو.
ترکیه نه یوازې دا چې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د رسېدو یوه ترانزيټي لاره ده، په تېره يوه لسيزه کې د پانګونې د فرصتونو له امله لسګونو زرو افغانانو د تابعيت سندونه او د اوږدمهاله استوګنې جوازونه ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې له سیاسي بدلون او د جمهوریت له پرځېدو وروسته په زرګونو نور افغانان چې په کې سیاسي او پوځي څېري هم شامل دي په ترکیه کې مېشت شوي دي.

د کډوالو بحث زیږونکي موضوع او په ټاکنیزو بحثونو کې د بهرنیو وګړو حضور ته په کتو سره، ویل کېږي چې د افغانانو په ګډون بهرني وګړي په دې پړاو ټاکنو کې ګډون ته ډېر لیواله دي.
یو افغان تبعه عزت الله سادات، چې په دې وروستیو کې د ترکیې سیاسي ډګر ته راوتلی، د بهرنیو وګړو او کډوالو په اړه د واکمن ګوند او اپوزیسیون پالیسي تشریح کوي.
نوموړی وايي، "په تېر یوه کال کې د افغان او سوریایې کډوالو موضوع لږه جنجالي او د اوسني حکومت لپاره یوه ستونزه بلل کېږي، ځکه نو د اوسنیو حکومت اپوزیسیون وایې په هغه ورځ، چې ټاکنو کې بریالي شي، د شپږو میاشتو دننه کې به افغان او سوریایې کډوال له ترکیه نه وشړي خو برعکس د اوسني حکومت دریځ نرم دی. "











