د خرابې هوا له کبله د لندن سټنسټېډ هوايي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوي

د عکس سرچینه، @stopclimbFL200
د خرابې هوا له کبله د لندن سټنسټېډ هوايي ډګر ځغاستلیکې د تړل کېدو له کبله له دغه هوايي ډګره ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
د هېترو او ګټوېک هوايي ډګرونو کې هم الوتنې وروسته تر هغه لغوه شوې او یا ځنډول شوې چې په ټول هېواد کې واوره ورېدل پیل شول، ځینو سیمو کې کنګل رامنځ ته شو او لړه خپره شوه.
لاهم سکاټلنډ، لندن او د بریتانیا سوېل لوېدیځ کې د دوشنبې ورځې تر ګهیځه د هوا ژېړ خبرداری پرځای پاتې دی او د لا نورې ګډوډۍ خطر شته.
د خرابې هوا له کبله د اورګاډو تګ-راتګ او پر لویو لارو سفر هم ځنډول شوی دی.
د سټنسټېډ هوايي ډګر چارواکو د یکشنبې په شپه وویل، ددغه هوايي ډګر یوازېنۍ ځغاستلیکه د خراب هوا له کبله د واورې د توږل کېدو تر وخته تړل شوې ده او ټولې الوتنې اوسمهال ځنډول شوې دي.
دوی وايي، "له الوتکو د کنګل لیرې کولو له کبله الوتنې ځنډول شوې او دا کار د الوتکو او مسافرو د خوندیتابه لپاره خورا مهم دی".
"مسافرو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو اړوندو الوتنو له هوايي شرکتونو سره د دوی د الوتنو د حالت په اړه تازه مالومات چک کړي".

د عکس سرچینه، James Love
جیمز لف بي بي سي ته وویل، پر سټنسټېډ هوايي ډګر د لوګنایر شرکت الوتکه کې د څو ګړیو لپاره بند پاتې و، ځکه چې الوتکه د پورته کېدو نه وه، لومړی دا چې د الوتکې وزر باید له کنګل پاک شوی وای او دویم دا چې ځغاستلیکه تړل شوې وه.
دی وايي، مسافرو ته وویل شول چې لاهم د الوتلو فرصت شته، خو فکر نه کېږي چې الوتنې به وشي.
ده وویل "اوس هم درنه واوره ورېږي."
هېترو او ګټوېک هم اغېزمن شوي
له هېترو هوايي ډګره د یکشنبې په ورځ تر ۵۰ ډېرې الوتنې وشوې، خو کله چې هوا خرابه شوه ګڼې الوتنې لغوه شوې.
ددغه هواييٍ چارواکو ډګر ویلي، ګڼې الوتنې د مسافرو د خوندیتوب له کله لغوه شوې او تر ممکنه حده به ډېر ژر مسافر خپلو منزل ته ورسول شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د هوايي ډګر یوې ویاندې ویلي: "مسافرو ته مو سپارښتنه دا ده چې د خپلو اړوندو الوتنو له هوايي شرکتونو سره د تازه مالوماتو ترلاسه کولو لپاره اړیکې ونیسي".
ګټوېک هوايي ډګر هم خپله ځغاستلیکه د نا اټکل شوې واورې ورېدو له کبله د لنډمهال لپاره تړلې وه چې پر ۲۰:۰۰ بجو بېرته پرانیستل شوه.
هلته هم ځینې الوتنې لغوه او یا ځنډول شوې دي او د ځغاستلیکې د تړل کېدو پرمهال ۲۸ الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
یوه ویاند ویلي، تر خپله وسه به هڅه وکړو چې نن شپه الوتنې بېرته پیل شي.
اټکل دی چې نن شپه به هم هوا خرابه وي.
د منچېسټر هوايي ډګر هم د شنبې په ورځ د درنې واورې ورېدو له کبله خپلې دوه ځغاستلیکې تړلې وې چې لسګونه الوتنې ورسره اغېزمنې شوې دي.











