بریتانیا، ایټالیا او جاپان په شریکه داسې الوتکه جوړوي چې مصنوعي ځیرکتیا به کاروي

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, جوناتن بېیل
- دنده, د بي بي سي دفاعي چارو خبریال
د بریتانیا لومړی وزیر رشي سوناک د خپل هېواد، جاپان او ایټالیا تر منځ د یوې داسې جنګي الوتکې جوړولو لړ کې د همکارۍ اعلان کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا پکې کارول کېږي.
ښاغلي سوناک وايي، د دې ګډې پروژې هدف په بریتانیا کې زرګونو خلکو ته کاري فرصت برابرول او د امنیتي، دفاعي اړیکو غښتلتیا ده. د دې پروژې ترڅ کې به د ۲۰۳۰ کلونو اوږدو کې داسې عصري جنګي الوتکې چمتو شي چې بالاخره به د ټایفون جنګي الوتکو ځای ونیسي.
تمه کېږي چې دا خورا چټکې الوتکې په پرمختللیو وسلو سمبال وي. د دې الوتکو چمتو کولو چاره وار له مخه پیل شوې چې د مغلوبتیا یا ذهني فشار په صورت کې به له انساني پیلوټانو سره په غلچکي فعالیتونو کې د عصري الاتو او ان مصنوعي ځیرکتیا پر مټ مرسته وکولای شي.
دا الوتکې به د اړتیا پر مهال د پیلوټ له فعالیت پرته هم الوت کولای شي او دغه راز به د هایپرسونیک ډوله توغندیو ګوزارونه کولای شي. د یادونې ده، چې د دې ډول پیچلې الوتکې چمتو کول خورا ډېر لګښت ته اړتیا لري او له همدې کبله بریتانیا دې لړ کې په همکارانو پسې لټون کوي.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت تر ټولو ګرانه بیه ایف - ۳۵ ډوله جنګي الوتکې چمتو کړې. په انډو فېسفیک سیمه کې د چین پرېکنده رویې ته په کتو سره داسې باور کېږي چې له دې پروژې سره په داسې حال کې چې د ایټالیا همکاري وار له مخه ترلاسه شوې، د جاپان همکاري مهم پرمختګ دی.
کېدای شي ځینې نور هېوادونه هم له دې پروژې سره یو ځای شي. د یادونې ده، چې فرانسه، جرمني او اسپانیا په دې لړ کې پر خپله یوه طرح کار کوي او همداسې د امریکا متحده ایالتونه هم.
د بریتانیا لپاره دا هوکړه نه یوازې له دفاعي پلوه مهمه بلل کېږي، بلکې د اقتصاد برخه کې هم خورا مهمه ده.
تمه دا ده چې د نوې جنګي الوتکې چمتو کولو له کبله به نه یوازې دې هېواد کې د زرګونو کسانو لپاره کاري فرصتونه چمتو شي، بلکې د لا زیاتو وسلو او پوځي تجهیزاتو صادرولو لړ کې به هم د بریتانیا لپاره لار هواره شي.










