سومالیا کې پر هوټل یوه برید کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
سومالیايي ځواکونو په پلازمېنه موګادیشو کې پر هغه هوټل ځپونکي عملیات پیل کړي چې د یکشنبې پر ماښام وسله والو اورپکو ولکه کړی.
پر هوټل د وسله والو د ۱۲ ساعته ولکې په ترڅ کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د ولا روز نومې هوټل کې یې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدلي.
د القاعدې اړونده "الشباب" اورپکې ډلې ویلي برید د دوی کسانو کړی.
ولا روز هوټل کې تر ډېره لوړ پوړي دولتي چارواکي پاتې کېږي، تر اوسه د یو شمیې وزیرانو د ژغورنې رپوټونه ورکړل شوي.
برید کې د محمد احمد په نوم یو وزیر ټپي شوی، د چاپېریالي چارو وزیر ادم اوهېرسي بي بي سي سره خبرو کې ویلي دی له بریده روغه وتلی.
الشباب ډله د سومالیا په مرکزي او سوېلي سیمو کې پرلپسې بریدونه کوي.
د افریقايي ټولنې ځواکونو او سیمه یزو ملېشو په دې وروستیو کې د چاڼیزو عملیاتو پر وخت ویلي له دغه ډلې یې ګڼې سیمې خالي کړي.
موګادېښو کې پولیس افسرانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي پر هوټل نامالومه کسانو چې چاودېدونکي توکي او وسلې ورسره وې چپاو وروړی.
یوه عیني شاهد ویلي لومړی یوه زوروره چاودنه وشوه او ورپسې وړې ډزې پیل شوې.
احمد عبدالحی چې د برید سیمې ته نژدې ته اوسیږي رويټرز خبري اژانس ته ویلي "برید ټکان راکړ، په کور کې بند یو او د ډزو غږونه اورو".
د محمد عبدي په نوم یوه پولیس افسر وايي یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او وزیران پر کړکیو وتلي او ژغورل شوي.
اګسټ کې واک ته له رسېدو سره ولسمشر حسن شیخ محمد له یوه خونړي برید وروسته د اسلامپالو اورپکو خلاف د سختو بریدونو ټټر وهلی و.
پر هوټل هغه برید کې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو. د جګړې له دغه اعلان دوه میاشتې وروسته موګادېشو کې غبرګو موټر بم چاودنو ۱۰۰ تنه ووژل. الشباب ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی و.
ولسمشر سومالیايي ځواکونه او د حکومت په ننګه ولاړې سیمه یزې ملېشې د پراخو عملیاتو لپاره وګمارلې، چې اورپکي په لېرو کلیوالو سیمو کې پسې وځپي.
الشباب پر هوټلونو او نورو مهمو مېشت ځایونو تېر کې هم بریدونه کړي.
دغه ډلې وايي ددې لپاره جګړه کوي چې واکمن نظام نسکور او پرځای یې دغه هېواد کې اسلامي شریعت پلی کړي.









