د سومالیا وچکالي: ”درې نیم سوه زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي”

خوارځواکي
د عکس تشریح، د نیمکو عابدي لور له خوارځواکۍ کړېږي

سومالیا تېره یوه لسیزه کې له تر ټولو بدې وچکالۍ سره مخامخ ده او تاو یې له ماشومانو وځي. میندې و پلرونه ماشومانو ته خواړه نه شي برابرولی. د دې هېواد له پنځو کلونو د کم عمر نژدې نیمايي ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

نیمکو عابدي خپله شپږ میاشتینۍ ماشومه د وزن مالومولو لپاره له پلاستیک جوړې یوې کوچنۍ ټوکرۍ کې کېنوي. وزن یې څلور کیلو دی. دا د هغه وزن له نیمایي هم کمه ده چې د شپږ میاشتني ماشوم باید وي. کمزورتیا یې له څېرې په ډاګه ده.

نیمکو عابدي وايي:

"د تي په شیدو به مې مړوله. خو د خوړو نشتوالي له امله زه ډېره کمزورې شوم. دې هم ډېر وزن وبایله، نو پرېکړه مې وکړه چې دلته راشم. دلته خو لږ تر لږه شیدې او درمل وررسېږي"

نیمکو په لوق کلي د خوارځواکو ماشومانو پاملرنې یوه مرکز ته تللې چې د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو نژدې ۵۰۰ کیلومتره لرې دی. مرکز کې دننه ورته یو بستر ځانګړی شوې خو له یوې بلې مور سره به یې شریکوي.

د نیمکو کیسه د هغو ګڼو میندو کیسه ده چې ماشومان یې د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخا مخ دي.

"که کوم ګام وانه خېستل شي نو د روان کال تر دوبي به د سومالیا له ۱.۴ مېلیونه خوارځواکو ماشومانو ۳۵۰ زره یې ژوند وبایلي" دا خبرداری دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې کارکوونکی ادم عبدالمولا ورکوي.

نوموړی زیاتوي:

"سومالیا کې دم ګړۍ ۷۰ سلنه د ښوونځي عمر ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. یوازې یوه ایالت جوبا لنډ کې د وچکالۍ له امله څلوېښت ښوونځي تړل شوي. وچکالۍ ځپلو نورو سیمو کې هم حالت همداسې دی"

د ښاغلي ادم په وینا کورنۍ د بې وزلۍ او خوړو نشتوالي له امله آن لوڼې کوچني عمر کې ودوي.

شاړ کلي

فاطمه محمد چې د لوق خوارځواکو ماشومانو د پاملرنې مرکز کې نرسه ده وايي - یوازې ۱۸ بستره لري خو له ۵۰ ډېرې میندې او ماشومان ورغلي دي. نوموړې وايي:

"زموږ تر ټولو لویه اندېښنه د هغو میندو د لوړ شمېر په اړه ده چې مرستې ته اړتیا لري. پر موږ فشار دی او سرچینې مو هم کمې دي. د درملو او نورو طبي توکو له کمښت سره هم مخ یو"

جوبا سیند
د عکس تشریح، جوبا سیند سره د میلیونونو خلکو روزګار تړلی

دا مرکز په سومالیا کې د ناوړه حالت یوازې یو مثال دی. وچکالۍ ۴.۵ میلېونه خلک ځپلي. جوبا سیند چې د سومالیا تر ټولو لوی دی نژدې وچ شوی.

ملګري ملتونه وايي - نژدې ۷۰۰ زره خلک د اوبو او خوړو په لټه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دا شمېر په لوړېدو دی. تېرو څلورو موسمونو کې باران ډېر کم اورېدلی. تودوخه هم په لوړېدو ده چې له امله یې د هېواد ۹۰ سلنه ځمکه وچه شوې.

د اوبو او خوړو کمښت له امله د توکو بیې لوړې شوي. کلي شاړ پراته دي او وګړي یې هڅه کوي نژدې ښارونو ته کډه شي. یوازې د پاخه عمر خلک خپلو مېنو کې په دې هیله شپې سبا کوي چې یا به باران واوري او یا به یې بچي له اوبو او خوړو سره ورستانه شي.

وچکالۍ کورنۍ سره بېلې کړي دي. ځوانان د کار په لټه ښارونو ته ځي او ښځې او ماشومان د مرستو مرکزونو ته مخه کوي.

مرستندویه ادارې وايي د بودجې له کمښت سره مخ دي او د هغو پیسو یوازې درې سلنه لري چې د حالت کابو کولو لپاره یې اړتیا ده.

د اټکل له مخې اپرېل میاشت کې به هم اورښت له منځنۍ کچې کم وي نو داسې ویره شته چې حالت ښايي تر دې هم ناوړه شي.