د سومالیا په پلازمېنه کې چاودنې ۷۶ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د سومالیا پلازمېنې موګادیشو له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې ګهیځ مهال موټربم برید شوی چې لسګونه کسان یې وژلي دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو په تېر کې الشباب اورپکې ډلې ورته بریدونه کړي دي.
د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې چاودنې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژلي دي. د مدینه روغتون مشر ډاکټر محمد یوسف اسوشیټېډ خبري اژانس ته ویلي چې روغتون ته یې د پېښې له ځایه ۷۳ جسدونه وروړل شوي دي.
یوه مامور د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "دا چاودنه ویجاړوونکې وه."
تراوسه د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې پخوا د الشباب اورپکې ډلې په دې سیمه کې دا ډول چاودنې کړې دي.
الشباب ډله چې د القاعدې سره تړاو لري په تېرو لسو کلونو کې په دې هېواد کې بېلابېل عملیات کړي او ۲۰۱۱ کال کې دا ډله له موګادیشو بهر شړل شوې خو بیا هم ځینې سیمې یې تر ولکې لاندې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
یو بل عیني شاهد دا بم چاودنه یوه ټول وژنه بللې ده.
هغه ویلي: "څه مې چې په سترګو لیدل یوازې جسدونه وو. ځینې یې د چاودنې له امله وژل شوي او یو شمېر یې داسې سوځېدلي و چې د پېژندلو وړ نه وو. "
د سومالیا د ولسي جرګې یو استازي د وژل شویو شمېر له ۹۰ څخه زیات وښود، خو دا شمېرې په رسمي ډول نه دي تایید شوې.
د سومالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر هم ویلي: "رب دې د دې وحشي برید ټول قربانیان وبښي."
د روانې میاشتې لومړیو کې هم د الشباب ډلې د موګادیشو پر یوه مشهور هوټل برید وکړ، چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول. په دې هوټل کې د دیپلوماتانو، سیاستوال او پوځي افسرانو استوګنځي وو.









