د چین ولسمشر د کاناډا لومړی وزیر د خپلمنځي خبرو په افشا کولو تورن کړی
د چین ولسمشر شي جین پېنګ په یوه وېډیو کې راښکاره شوی چې د کاناډا پر لومړي وزیر جسټن ټروډو تور لګوي چې ګنې بالي کې د جي شل هېوادونو سرمشریزې پر مهال د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو جزییات یې افشا کړي دي.
د چین ولسمشر د کاناډا لومړي وزیر ته د یوه ژباړن په مټ ویلي چې دا کار "ناسم" دی او هغه یې په "عدم صداقت" تورن کړی دی.
غالباً دی پخپلو خبرو کې هغو رپوټونو ته اشاره کوي چې ټروډو پرې له چینايي ولسمشر سره خبرې کړې دي، چې د جاسوسۍ او د کاناډا په ټاکنو کې د چین د مداخلې په اړه وې.
له څو کلونو وروسته دا پخپل ډول کې د بندو دروازو تر شا دا ناسته یوازې ددغو دوو مشرانو ترمنځ وه.
په وېډیو کې - چې خبریالانو ډکه کړې ښکاري چې د چین ولسمشر د کاناډا لومړي وزیر ته د یوه ژباړن په مټ غږېږي او ډېر نژدې ورته ولاړ دی.
ښاغلي شي ټروډو ته په چینايي ژبه وايي: "په هرڅه مو چې بحث وکړ ورځپاڼو ته راوتلي دي، چې دا ناسم کار دی".
وروسته د کاناډا لومړی وزیر خپل سر ښوروي او مسکی کېږي او ځواب ورکوي چې: "موږ په کاناډا کې په ازادو او ډاګیزه خبرو باور لرو، او همدا اسلوب موږ روان ساتو".

دی زیاتوي: "په یوه جوړښتي طریقه به په ګډه کار ته دوام ورکوو او بایده ده چې ترمنځ به مو اختلافي مسلې وي".
مخکې له دې چې ټروډو خپلې خبرې ختمې کړي، شي یې خبرو کې ورلوېږي او وايي: "لومړی باید فضا چمتو کړو" بیا په لاس روغبړ ورسره کوي او خپله لار وهي.
کاناډا او چین وړاندې هم د ترینګلتیا بېلګې لرلې. په ۲۰۱۸ کال د هواوي د ټکنالوجۍ شرکت اجراییوي مشره مانګ وانزهو ونیول شوه، بیا چین دوه کاناډایان د جاسوسۍ په تور ونیول او وروسته درې واړه خوشي شول.
خو ښکاري چې د جاسوسۍ په تور د هیدرو کیپیک شرکت د کارمن شوانګ وانګ تر نیول کېدا وروسته ترینګلتیا بېرته تازه شوې ده.










