د پاکستان کورنیو چارو وزیر: پر عمران خان د برید کوونکي له نیول کېدو وروسته تورونه بې بنسټه دي

پاکستان

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې پر عمران خان شوی برید نېغ په نېغه د "مذهبي سخت دریځۍ" قضیه ده. که څه هم ده په دې اړه له ډېرو جزیاتو ورکولو ډډه کړې خو ویلي یې دي چې په ټولنه کې سخت دریځي شته او خلک به د تورن بیانونه خپه کړي.

رانا ثناالله ویلي، "د تورن کس د بیان تفصیل چې په ډاګه شي نو تاسې به خپه شئ، دا نېغ په نېغه مذهبي‌ سخت دریځۍ پورې اړوند پېښه ده".

بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي چې پر عمران خان د برید تر شا "مذهبي لیونتوب" و او پر تحریک انصاف یې تور پورې کړی چې ګواکې دې قضیې ته سیاسي رنګ ورکوي او له کبله یې په دې اړه پلټنې اغېزمنېږي.

خواجه اصف ویلي چې تر برید وروسته د اړوند ګجرات تاڼې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړای شوي دي خو په وینا یې،‌ دا دې لپاره نه چې ولې یې د داسې پېښې مخه نه ده نیولې،‌ بلکې دا د دې لپاره کېږي چې هماغه لومړي سر کې د پېښې د "سبوتاژولو" او پرې د سیاست کولو هڅه روانه ده.

د یادولو ده چې تر دې مخکې د تحریک انصاف غړو د پاکستان اوسني لومړي وزیر په ګډون پر ځينو چارواکو د دغه برید تور پورې کړی و خو د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د چارواکو او پوځي افسرانو ملامتول د پېښې لاملونو مالومولو کې ستونزې پيدا کوي‌ او ترې غوښتي یې دي چې مسولان دې پلټنو ته پرېږدي که نه نو د دغه مرګوني‌ برید څرک به مالوم نه شي.

خواجه اصف ویلي، تورن کس په خپل بیان کې هغه ټولې خبرې یادې کړې دي چې عمران خان د خپلو ویناو پر مهال پکې د مذهبي حساسو مسلو په اړه څرګندونې کړې وې.

د برید سیمه تړل شوې ده

عمران خان، حملہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند پر لاریون د پنجاب وزیراباد سیمه کې برید وشو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریون په ترڅ کې د ګوند پر مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان له وسله وال برید وروسته د پنجاب ایالت وزیراباد کې د الله والا څلور لارې ته غځېدلې لارې امنیتي ځواکونو تړلې دي.

خبریال احتشام شامي په خپل رپوټ کې کاږي، سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او خلکو ته د تګ، راتګ اجازه نه ورکول کېږي. د پولیسو لوړپوړي افسران او د فرانزک معایناتو ماهرین هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې په تړاو ثبوتونه ټولوي.

بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي د هغه کس له نیول کېدو او اعتراف وروسته چې پر عمران خان یې ډزې کړې، پر ما، لومړي وزیر او ادارې تورونه پورې کول ناسمه چاره ده.

نوموړي د دې پېښې په هکله د پلټنو لپاره د لوړ پوړو افسرانو یوه پلاوي ګومارلو غوښتنه کړې. د اې پي پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل: ''تورن جنرال فیصل په ښه توګه خپله دنده ترسره کوي، د دوی (تحریک انصاف ګوند) خوښه ده، چې څوک په نښه کړي او له ثبوت پرته پروپاګند پیل شي. ''

نوموړي وویل، ''د هر ډول پېښې لومړني معلومات مهم دي. پولیسو د بریدګر ویډیو ثبت کړې، چې دا مناسب کار دی، خو باید دا ویډیو رسنیو ته نه وای ورکړل شوې. ''

هغه زیاته کړه، د ویډیو خپرېدو او امنیت نامناسبو تدبیرونو له کبله باید د لومړي وزیر پر ځای د پنجاب ایالت د اعلی وزیر استعفا غوښتنه وشي.

پر عمران خان برید

د عکس سرچینه، Pti

د عکس تشریح، پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې.

بل لور د پنجاب مرکزي ښار لاهور په شوکت خانم روغتون کې د عمران خان شخصي روغتیا پال ډاکتر فیصل سلطان رسنیو ته وویل، د ښاغلي خان لومړني معاینات ښيي چې د نوموړي په پښو کې د مرمیو ټوټې پاتې دي.

ډاکتر سلطان وايي، داسې ښکاري چې د ښاغلي خان د ښۍ پښې لاندني هډوکي یوه څنډه ماته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، عمران خان ته د درد کمولو درمل ورکړل شوي، د جراحي عملیاتو په خونه کې به د نوموړي له تفصیلي معایناتو وروسته د متخصصو ډاکترانو په مشوره د هغه درملنه وشي.