د اذربایجان پولې ته څېرمه د ایران ستر پوځې تمرینات؛ اهداف یې څه کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو لخوا د اذربایجان پولې ته څېرمه د پراخو پوځي تمریناتو له پیل سره هممهاله باکو کې یو شمېر رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې ګوندې تهران هوډ لري چې د دغه هېواد او کورواکې نخجوان سیمې ترمنځ د ارتباطي کاریدور د پرانیستلو مخه ونیسي.
نخجوان کورواکی جمهوریت اصلآ د اذربایجان د خاورې برخه ده خو له دغه هېواده بهر پروت دی چې شمال کې له ارمنستان او سویل کې له ایران سره ګډه پوله لري.
ارمنستان اذربایجان ته د دواړو هېوادونو له خپلواکۍ راهیسې اجازه نه ورکوله چې د دوی له خاورې نخجوان ته لاسرسی ولري نو باکو په دې موده کې د ایران له لارې دې سیمې ته تګ راتګ کاوه.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ له جګړې وروسته د اوربند تړون کې دا ومنل شوه چې ایروان به باکو ته له خپلې خاورې نخجوان جمهوریت ته د یوه کاریدور جوړولو اجازه ورکوي.
اوس چې ایران دې سیمې ته څېره پوځي مانورې پیل کړې، نو دې ګام اذربایجاني رسنیو کې پراخ پوښښ موندلی.
د ایران تسنیم خبري اژانس وايي د "اقتدار" په نوم دا پوځي تمرینونه د قره باغ له جګړې راهیسې دې سیمه کې د سپاه پاسداران درېم خو تر ټولو ستر تمرینات دي.
په دې لړ کې له ارس سینده د ځواکونو او تجهیزاتو تېرېدو لپاره د لنډمهاله پلونو د نصب او لګولو تمرین هم شوی دی.
له دې سره، د اذربایجان 'آپا' خبري اژانس ویلي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په دې وروستیو کې له خپل اذري سیال الهام علي اوف سره خبرو کې ویلي "ایران د سیمې پولو او جیوپولټیک کې هېڅ بدلون نه مني او که دا کار وشي، د ځواک په کارولو به ورته ځواب ووايي."
خو دا اژانس زیاتوي چې باکو کې د ایران سفیر تر دغو پوځي تمریناتو وړاندې اذربایجان خبر کړی و.
د ایران سفیر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لانجه کې د تهران لخوا د ارمنستان د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي "خبره د پلویتوب نه، بلکې د ایران د اوږدمهاله ګټو ده."
اپا خبري اژانس وايي که څه هم د اذربایجان حکومت او حکومت ته نږدې رسنیو تر اوسه خپلې پولې ته څېرمه د ایران دغو پوځي مانورو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغه هېواد یو شمېر رسنیو او سیاسي شنونکو یې پر اهدافو بېلابېلې تبصرې کړې دي.
زنګزور کاریدور

د عکس سرچینه، Getty Images
'زنګزور' د هغې سیمې تاریخي نوم دی چې د نخجوان او د اذربایجان د نورې خاورې ترمنځ پرته ده او د همدې لپاره له دې لارې تېرېدونکي کارېدور ته د 'زنګزور کاریدور' نوم ورکړ شوی.
د مساوات په نوم انلاین تلویزیون چې د اذربایجان حکومت ملاتړ کوي، د سې شنبې ورځې یوه تحلیل کې ایران تورن کړی چې ګواکې د دغه کاریدور د پرانیستل کېدو د مخنیوي هڅه کوي.
د دې لارې فعالېدل چې ترکیه، امریکا او اروپايي هېوادونو یې ملاتړ کوي، له ایران له تېرېدو او ترانزیټ پرته د اسیا او اروپا ترمنځ د ځمکني اتصال اسانتیا رامنځته کوي.
مساوات تلویزیون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د مرستیال برید جنرال علي اکبر پورجمشیدیان دا خبره راخیستې چې وايي "ایران نشي کولی د ارمنستان له لارې خپل ترانزیټي مسیر ته پر پېښېدونکي ګواښ سترګې پټې کړي."
دغه تلویزیون ایران تورن کړی چې ګوندې د ترکي ژبو هېوادونو ترمنځ د اتصال د مخنیوي بې ځایه لټه کوي.
ارمني شنونکي څه نظر لري؟

د عکس سرچینه، IRNA
د واردان وسکانیان په نوم د ایران اړوندو مسایلو ارمني شنونکي 'ارمني نیوز' ویب پاڼې ته ویلي د ایران دغه پوځي مانورې د "اذربایجان او ترکیې ترمنځ په ځانګړې توګه د ارمنستان سویل کې د سیونیک ولایت پر خلاف اتحاد ته" جیوپولیتکي پیغام لري.
د ارمنستان دغه ولایت له ایران، اذربایجان او نخجوان کورواکي جمهوریت درېواړو سره پوله لري.
دی زیاتوي چې "په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې لخوا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پولې کتو ته د یوه څارونکي پلاوي د استولو پرېکړې ته په کتو، د ایران دا پوځي تمرینونه ارمنستان ته هم پیغام لري."
ښاغلي وسکانیان ویلي اذربایجان هغو سیمو کې د هوايي ډګرونو د شبکې په جوړولو لاس پورې کړی چې د ۲۰۲۰ کال جګړه کې یې له ارمنستان نیولې دي.
د هغه په وینا دغه هوايي ډګرونه یوازې د پوځي کارونې وړتیا لري او په راتلونکې کې د اسراییل او همدا راز د ناټو غړو هېوادونو لخوا "د ایران، ارمنستان او روسیې" درې واړو خلاف کارېدای شي.
د دغه ارمني شنونکي په وینا ایران د همدې لپاره "پر اذربایجان له برید نیولې په قره باغ کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو پورې هرې احتمالي سناریو ته" چمتوالی نیسي.
د هاروت ارتین اراکلیان په نوم بل ارمني شنونکي د 'ایروان ټو ډي' په نوم یوټیوب چینل ته ویلي "هغه وسلې چې اذربایجان یې هره ورځ له اسراییل ترلاسه کوي، ارمنستان سره جګړې ته نه دي، ځکه پر ارمنستان بریا دومره وسلې او مهماتو ته اړتیا نه لري."
د اذربایجان، ارمنستان او روسیې حکومتي چارواکو تر اوسه د سپاه پاسداران ځواکونو د دغو پوځي تمرینونو د انګیزې په اړه رسمي نظر نه دی ښودلی.










