اروپايي ټولنه: د روسیې د ګاز نل ليکو تخریب په اړه څېړنه کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپايي هېوادونه وايي، له روسیې اروپا ته د ګازو غځېدلې دوو لویو نل لیکو د تخریب په اړه څېړنه پیلوي.
د دغو نل لیکو د بندېدو لامل څرګند نه دی خو روسي چاوراکو یې د تخریب خبره کړې او ویلي یې دي چې بیارغونې ته اړتیا لري.
د لومړۍ نل لیکې مسولینو ویلي چې تر سمندر لاندې لیکو ورته مهال په یوه ورځ "بې ساری" زیان لیدلی دی.
خو اوس اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې د دغې تخریب څېړنه به کوي.
دغو دواړو نل لیکو د مسکو او اروپا تر منځ د انرژۍ کړکېچ په رامنځته کولو کې مهم رول لرلی دی.
د تخریب لامل که هر څه وي، دا به په سملاسي ډول اروپا ته د ګازو په لېږد کې کوم اغېز و نه کړي ځکه چې یو یې هم فعال نه دی.
اروپايي ټولنې له دې مخکې روسیه تورنه کړې وه چې ګاز د وسلې په توګه کاروي خو مسکو دغه تورونه رد کړي دي.
د جرمني رسینو نا تایید شوي رپوټونه وايي، چارواکي تر سمندر لاندې د ګازو پر پایپ لاین د برید احتمال نه ردوي.
د ډنمارک لومړي وزیر میت فریدریسکن ویلي، پايلې ته رسېدل لیرې ده خو دا ستونزمنه ده چې پرله پسې دې په تصادفي ډول څو اطلاعات په یوه وخت بربڼد شي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، د دغې پېښې په اړه اندېښمن دی او د قصدي برید احتمال هم نه شو ردولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې او اروپا تر منځ د ګازو له دغو لویو نل لیکو له اګسټ راهیسې ګاز نه دي لېږدول شوي او د روسیې په وینا د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعاله شوي دي.
دغه نل لیکې له سمندر لاندې ۱۲۰۰ کیلو متره د روسیې له ساحله سنټ پیترزبورګ ته نږدې د جرمني شمال ختیځ ته غځېدلې.
د ګازو دویمه لویه نل لیکه پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته بنده شوې.
سره له دې چې دا دواړه نل لیکې فعالیت نه کوي خو له ګازو ډکې دي.
الماني، ډنمارکي او سویډڼي چارواکي د دغې پېښې په اړه څېړنې کوي.
د دغو نل لیکو د مدیریت چارواکو ویلي د دغو نل لیکو د بیارغوني د وخت وړاندوینه ناشونې ده.
د انرژۍ بیې هغه وخت لوړې شوې چې مسکو پر اوکرایین برید وکړ او روسیې د ګارو واردات کم کړل، که دا حالت داسې دوام وکړي د ګازو بیې به ورسره نورې هم لوړې شي.
داسې وېره شته چې اروپايي ټولنه به روان ژمی د ګازو د کمښت له امله د تودوخې لګښت پوره نه شي کړی.









