ملګري ملتونه: تېرو دوو کلونو کې ژوند ته د خلکو تمه راټيټه شوې او اقتصادي هوساینه ځپل شوې ده

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي د ژوند، زدکړې او د اقتصادي هوساینې په برخه کې د لیسزو پرمختګ سره سره په تېرو دوو کلونو کې په دغو برخو کې شا ته تګ شوی دی.

دغه سازمان پخپل تازه رپوټ کې ویلي،‌ په وروستیو دوو کلونو کې له هرو لسو هېوادونو یې نهه هغه د دغه بنسټ د بشري پرمختیا په شاخص کې ټيټې کچې ته لوېدلي دي.

کورونا وبا، د اوکرايين جګړه او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې هغه لاملونه بلل شوي چې له کبله یې نړیوال پرمختګ له خنډ سره مخ او شا ته تګ وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري پرمختیا شاخص په ۱۹۹۰ کې رامنځ ته شو، موخه یې دا ده چې د هر هېواد تر نا خالصو کورنیو تولیداتو هاخوا د خلکو د ژوند د هوساینې کچه وارزول شي.

په دې کې ارزول کېږي چې په هر هېواد کې ژوند ته د خلکو تمه څومره ده، وګړي یې د خپل ژوند څومره موده پر زدکړه تېروي او څومره ګټه وټه کولای شي.

سویس د دغه نوملړ په سر کې ځای لري. هلته ژوند ته د خلکو تمه ډېره ده چې د عمر کولو کچه پکې ۸۴ کاله ښودل شوې، وګړي یې په منځنۍ کچه د خپل عمر ۱۶.۵ کلونه پر زدکړه تېروي او د کال اوسط تنخوا یې هم ۶۶ زره ډالره ښودل شوې.

خو بل پلو بیا سوډان د دغه شاخص یا نوملړ په پای کې ځای لري. هلته د خلکو د عمر کولو کچه ۵۵ کاله ښودل شوې، خلک په منځنۍ کچه یوازې ۵.۵ کاله پر زدکړو تېروي او د کال ایله ۷۶۸ ډالر ګټلی شي.

په ځانګړي ډول ژوند ته د هیلې په برخه کې په دغه نوملړ کې د ځای شویو ۱۹۱ هېوادونو د شا ته تګ اندازه د ۲۰۱۶ کچې ته ورګرځېدلې ده او په یادو برخو کې کړی دېرش کلن مزل یې په شا راستون کړی دی.

ځينو شتمنو هېوادونو بېرته وده وکړه، خو ډیری لا وځپل شول

د بېلګې په توګه، په امریکا کې د زېږون پر مهال ژوند ته د تمې کچې له ۲۰۱۹ راهیسې دوه کاله راکمه شوې ده. په ځينو نورو هېوادونو کې دا کچه تر دې هم ډېره راټيټه شوې.

له هغه راهیسې چې د ملګرو ملتونو د بشري پرمختیا شاخص رامنځ ته شوی، ګڼ هېوادونه له بېلا بېلو کړکېچونو سره مخ شوي دي او په یادو برخو کې یې په شا تګ کړی دی خو نړیوال بهیر چټک شوی او د خلکو غوښتنې په دوامداره توګه لوړې شوې دي.

که څه هم دا اغېزې مساوي نه دي. دوه پر درېیمه برخه شتمنو هېوادونو تېر کال بېرته وده کړې ده خو ډېری نورو هېوادونو ونه کړه او لا وځپل شول.

دا ټولې یادې ارزونې او پایلې یې د ۲۰۲۱ کال د مالوماتو پر بنسټ چمتو شوې دي خو د ملګرو ملتونو د دغه تازه رپوټ یو لیکونکی اچېم سټېنر وايي چې تر ۸۰ ډېر هېوادونه د خپلو پورونو په پرې کولو کې له ستونزو سره مخ دي او په خبره یې خورا جدي احتمال شته چې دا له ورته کړکېچونو سره مخ کېدو نه یوازې یو ګام لرې دي او ‌ "د ۲۰۲۲ کال لپاره لیدلوری لا بد دی."

ښاغلی سټېنر همدا راز وايي،‌ "موږ ژوره ګډوډي وینو او بېرته راسمبالول به یې څو کاله ونیسي."