امریکا ته روزنې لپاره پر تللو هالنډي سرتېرو ډزې؛ درې کومانډویان ټپي شوي

The silhouette of a Dutch commando with the sun in the background

د عکس سرچینه، Dutch defence ministry

د عکس تشریح، یو هالنډی کومانډو پوځي جامو کې

د هالنډ کومانډو ځواکونو درې سرتېري چې روزنې لپاره امریکا ته تللي، یوه وسله وال برید کې ټپي شوي‌ دي.

پر دغو کومانډویانو د انډیاناپولېس ښار یوه تفریحي سیمه کې د خپل هوټل مخ ته ډزې شوې.

ځايي پولیس وايي د دوی سرتېرو درې سړي چې په ډزو لګېدلي وو، یوه نږدې روغتون ته لېږدولي دي.‌

له دې سره د هالنډ دفاع وزارت له دغو ټپیانو د یوه روغتیایي وضعیت نازک بللی خو ویلي یې دي چې دوه نور په هوښ دي.

دغه وزارت منلې چې برید کې په نښه شوي سړي د هالنډ وسله وال پوځ کې د کومانډو قول اردو چې د ځانګړو عملیاتو یوه قطعه ده، غړي دي.

د هالنډ دفاع وزارت په وینا دا پېښه داسې مهال شوې چې دا سرتېري خالي وخت کې د هوټل مخ ته وتلي وو.

ځايي پولیس وايي دوی داسې انګیري چې تر ډزو وړاندې دغو هالنډي سرتېرو او یوه کس یا ډلې ترمنځ شخړه راغلې ده.‌

د انډياناپولیس ښار د پولیسو ادارې یوه افسر رسنیو ته ویلي "دمګړی دومره مالومات شریکولی شو چې دا پېښه هوټل کې دننه نه ده شوې. زموږ باور دا دی چې مخکنۍ شخړه بل ځای شوې ده."

د هالنډ دفاع وزارت ویلي د خپلو دغو سرتېرو کورنۍ یې له پېښې خبرې کړې.‌

تر اوسه د دغو ډزو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو ویل کېږي ځايي پولیس په څېړنو بوخت دي.