د هوا حالاتو ناسمه وړاندوینه؛ هنګري د هوا پېژندنې ادارې مشران ګوښه کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
هنګري کې حکومت له دې کبله د هوا پېژندې خدماتو ادارې دوه مخکښ مختصصان له دندو ګوښه کړي، چې د هوا ناسم اټکل او وړاندوینه یې کړې وه.
د دوی دې ناسمې وړاندوینې نیوکې او ناندرۍ راپورته کړې.
ستونزه له دې پیل شوه چې د شنبې پر ورځ هنګري کې د 'سنټ سټېفن ورځې' د لمانځلو پلان شوي مراسم او اور لوبه د خرابې هوا د اټکل له کبله وځنډول شول.
دا ورځ د اروپا په کچه د اورلوبو تر ټولو ستره ننداره وي، خو سږ کال یې تر پیلېدو اووه ساعته مخکې د حکومت لخوا د خرابې هوا د خبرداري له کبله د ځنډېدو اعلان وشو.
وروسته مالومه شوه چې هوا نورماله او ارامه وه.
سږ کال د سنټ سټېفن ورځې د لمانځلو لپاره د هنګري د پلازمېنې بوداپېست له منځه د تېر شوي دانوبې سیند د څنډو په اوږدو کې له ۲۴۰ ځایونو د ۴۰ زره مهتابیو یا فېشنګونو د الوځولو تابیا نیول شوې وه.
هر کال شاوخوا دوه میلیون کسان د دې اور لوبې ننداره کوي.

د عکس سرچینه، EPA
حکومت وویل دا مراسمو یې د خرابې هوا د خبرداري له کبله یوه اوونۍ ځنډولي.
خو د خرابې هوا دې څپې لوری چورلټ بدل کړ او د پلازمینې پر ځای یې د هنګري ختیځ کې ځينې سیمې وځپلې.
د هنګري د هواپېژندنې خدماتو ادارې که څه هم د یکشنبې پر ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو عمومي بښنه وغوښته او دا یې د هوا د اټکل د ستونزو برخه وبلله، خو خبره له خبرې تېره وه.
دا ناسمه وړاندوینه د دې لامل شوه چې حکومت د دې ادارې مشر او د هغه مرستیال له دندو ګوښه کړي.
هنګري کې د دغو مراسمو او اور لوبو په تړاو لیدلوري وېشلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نږدې ۱۰۰ زره کسان یو غوښتنلیک لاسلیک کړې وه چې ګاونډي اوکرایین کې جګړې او په کور دننه اقتصادي ستونزو ته په کتو دې اور لوبه نه کېږي.
خو ګڼ نور بیا د تېر په څېر ورته سترګې په لار او هیله من دي چې د راتلونکې شنبې پر ورځ به یې له مخکیني پلان سره سم ولمانځي.









