د عراق کربلا کې زیارت نړېدلی؛ ۵ تنه وژل شوي، ګڼ ایسار پاتې دي

An aerial picture shows members of Iraqi emergency services scanning the rubble for victims following a landslide at the Qattarat al-Imam Ali shrine on the outskirts of the holy city of Karbala, late on August 20, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

د بېړنیو مرستو کارکوونکو هڅې کوي چې د عراق مرکزي کربلا ولایت کې د شیعه ګانو د یوه نړېدلي زیارت له ودانۍ ایسار خلک راوباسي.

چارواکو ویلي له دغه نړېدلي زیارت تر اوسه د دریو مېرمنو په ګډون د پنځو کسانو مړي او شپږ ټپیان را ایستل شوي دي.

خو ویل کېږي ګڼ شمېر نور کسان تر نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.‌

د رپوټونو له مخې د 'امام علي چینې' په نوم دا زیات د ورڅېرمه تپې د یوه اړخ د ښوېدو له کبله نړېدلی دی.

عیني شاهدانو وايي غونډۍ د زیات په بام راښودلې او او ودانۍ یې کېنولې ده.

یوه ځايي مسوول رسنیو ته ویلي دوی ځکه په احتیاط کار کوي‌ چې تر ودانۍ لاندې خلک ایسار دي او کوچنۍ تېروتنې سره نوره تپه هم را ښوېدای شي.‌

هغه زیاته کړې چې مرستندویانو ایسارو خلکو ته اوبه او یو څه خواړه رسولې دي.

د عراق ولسمشر برهام صالح له ژغورندویه ډلو غوښتي ‌چې د ایسارو خلکو خوندي را ایستلو لپاره بشپړه خواري وکړي.

دا زیارت د کربلا ښار شاوخوا دېرش کیلومترۍ کې پروت دی.‌

شیعه ګان پر دې باور دي چې د دوی لومړي امام 'علي ابن ابي طالب' او لښکر یې له همدې چینې اوبه څښلې دي.