بریتانیا له اوکرایین سره ۱ میلیارد پونډه نوره پوځي مرسته کوي

د عکس سرچینه، REUTERS
بریتانیا د اوکرایین دویم لوی لاسنیوونکی هېواد دی چې په نوي ګام کې یې له دغه هېواد سره تر اوسه ۲٫۳ میلیارد پونډه پوځي مرسته کړې ده.
بریتانیا له اوکرایین سره ۱٫۵ میلیارد پونډه بشري او اقتصادي مرسته هم کړې ده.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د بریتانیا دا مرسته "د اوکرایین په دفاعي کچه بدلون راوستلی شي".
بریتانیا دا ګام وروسته تر هغه اخیستی چې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د ناټو پر مشرانو د اوکرایین له جګړې سره د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
زېلېنسکي د ناټو مشرانو ته ویلي وو، د اوکرایین د دفاع میاشتنی لګښت شاوخوا ۵ میلیارد ډالره (شاوخوا ۴٫۱۲ پونډه) و.
تر امریکا وروسته بریتانیا د اوکرایین تر ټولو لوی لاسنیوونکی او له مالي اړخه مرستندوی دی.
امریکا په وروستیو کې وویل چې له اوکرایین سره یې د مرستو کچه ۴۰ میلیارد ډالرو (۳۳ میلیارد پونډو) ته رسېږي.
د بریتانیا حکومت وايي، د بریتانیا نوې مرسته د "پرمختللې دفاعي سیستم" پیاوړي کولو او د بې پیلوټه الوتکو او جنګي توکو سمبالتیا ته ځانګړې شوې ده.

د عکس سرچینه، REUTERS
د بریتانیا نوې مرسته کې ۹۵ میلیون پونډه د وېلز او سکاټلنډ له حکومتونو چمتو شوې ده.
خو تر اوسه لا مالومه نه ده چې د امریکا او بریتانیا دا مرستې به اوکرایین ته له ځانه د دفاع لپاره بسنه وکړي او که نه.
زېلېنسکي مادرید کې د چارشنبې په ورځ د ناټو مشرانو ته د وېډیو له لارې وویل، "د روسیې شان او شوکت او دفاع ماتولو" لپاره نویو وسلو او پوځي او دفاعي سیستم ته اړتیا لري.
دی وايي: "لاهم روسیه هره ورځ پر جګړې میلیونونه ډالر لګوي، موږ میلیاردونه ډالر نه لرو او نه هم تېل او ګاز لرو چې له ځانه دفاع پرې وکړای شو".









