اوکرايين جګړه؛ امریکا د اروپا په لر او بر کې پوځي شتون ډېروي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا 'کټ مټ' هغه څه دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یې نه غواړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا 'کټ مټ' هغه څه دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین یې نه غواړي.

پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل ته په غبرګون کې د ناټو سازمان له لوري د 'بنسټیز بدلون ' له توافق وروسته امریکا متحده ایالتونه په اروپا کې پوځي شتون زیاتوي.

دې لړ کې پولنډ کې یو مستقل پوځي مرکز چمتو کېږي، امریکايي جنګي بېړۍ اسپانیا ته استول کېږي، بریتانیا کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کېږي او رومانیا ته ځمکنی پوځ استول کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې هکله وايي: ''ناټو اوس د بل هر وخت پرتله ډېره اړتیا لري. ''

له دې مخکې د ناټو سازمان مشر ین سټولټنبرګ ویلي، له سړې جګړې راوروسته ناټو تر ټولو له لوی بدلونه تېرېږي.

پر اوکرایین د روسیې یرغل ته غبرګون کې به له راځي کاله ۳۰۰ زره پوځیان د تیارسئ په حال کې وي. د یادونې ده، چې اوسمهال د تیارسئ په حال کې د ساتل شویو ناټو پوځيانو شمېر ۴۰ زره دی.

په مادرید کې یوې غونډې ته وینا کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل، د ځمکنیو، هوايي او سمندري ناټو پوځیانو قوت به زیات شي.

بل لور د بریتانیا دفاع وزارت وايي، د ناټو اتحاد لپاره به د پوځیانو شمېر کې پاموړ زیاتوالی راوستل شي او لا نورې جنګي بېړۍ، الوتکې او ځمکني پوځیان به د تیارسئ حالت ته چمتو وساتل شي. د بریتانیا دفاع وزارت مسوولین وايي، دا موضوع پوځي حساسه موضوع ده او له همدې کبله یې دوی کره شمېر نه ښيي.

که څه هم په ټوله اروپا کې د امریکا پوځي شتون کې له نوي اعلان سره زیاتوالی راځي، خو په ځانګړې توګه په ختیځه اروپا کې د یوه مستقل پوځي مرکز له پرانیستو سره په ځانګړې توګه پوځي قوت زیاتېږي.

ولسمشر بایډن له تازه اعلان سره د ناټو شعار تکرار کړ، چې پر یوه غړي هېواد برید یې پر ټولو د برید په مانا دی. نوموړي زیاته کړه: ''کله چې موږ وایو پر یوه (غړي هېواد) برید پر ټولو د برید په مانا دی، نو دا مو د زړه خبره ده او هدف یې همدا دی. ''

'د سړې جګړې له مهاله مو اوس له روسیې سره اړیکې تر ټولو خراب حالت کې دي '

ین سټولتنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې د ناټو سازمان عمومي منشي ین سټولتنبرګ وویل، ناټو له لسیزو راهیسې له روسیې سره د ښو اړیکو جوړولو په هڅه کې ده خو په خبره یې، له سړې جګړې راهیسې یې له دغه هېواد سره اړیکې تر ټولو خراب حالت ته رسېدلې دي.

ښاغلي سټولتنبرګ دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې کړې دي چې ایا ناټو انګیري چې موږ دویمې سړې جګړې ته ورننوځو؟

د ناټو سرمنشي ویلي چې په بېلا بېلو چارو کې یې روسیې ته د ګډون بلنه ورکړې او په ۲۰۱۰ کې یې د ناټو د یوه سټراټيژيک ملګري په توګه مانه خو "روسیې د مشارکت رامنځ ته کولو دغو هڅو نه ځان څنګ ته کاوه".

د سټولتنبرګ په خبره، له روسیې سره یې اړیکې د سړې جګړې د وختونو راهیسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي چې "پرته له شکه" مسولیت یې پخپله روسیې ته ورګرځي.‌

د ناټو سرمنشي همدا راز ویلي چې "موږ ساده توب نه شو کولای" او په دې باندې د خپل ځان ډاډمنولو ته اړتیا ده چې د ناټو هېڅ غړی هېواد د چا له لوري له پوځي ګواښ سره نه مخ کېږي.

د روسیې او چین ملګرتیا او د ناټو اندېښنه

ین سټولتنبرګ همدا راز د مسکو او بیجینګ تر منځ پراخېدونکې ملګرتیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

ده ویلي چې چین د اټومي وسلو په ګډون خپل پوځي ځواک "د پام وړ" ډېر کړی دی او زیاته کړې یې ده چې "خپل ګاونډيان ځوروي او تایوان ګواښي".

ین سټولتنبرګ

د عکس سرچینه، Reuters

ین سټولتنبرګ پر چین تور پورې کړ چې ګواکې "د روسیې دروغو او بې بنسټه مالوماتو ته هوا ورکوي" او خپل وګړي هره ګړۍ څاري او کنټرولوي یې.

‌ښاغلي سټولتنبرګ همدا راز ویلي چې بیجینګ "زموږ رقیب نه دی" خو د امنیت په برخه کې ځينې جدي ننګونې شته چې په خبره یې، نړېوالو ننګونو ته نړېوال حل په کار دی.

ناټو د تیارسئ ځواکونو شمېر ډېروي

ناټو سرمنشي وايي چې تر راتلونکي کال د ناټو د هغو ځواکونو شمېر درو سوو زرو ته لوړوي چې د تیارسئ حالت کې به وي.

ین سټولتنبرګ ویلي چې د دغه پلان عملي کېدل د ناټو غړو هېوادونو په همکارۍ او پر ژمنو درېدا پورې تړلی دی او په خبره یې، دی "باوري" دی چې دغه هېوادونه به د تېر په څېر پر خپل لوظ ودرېږي.

د اوکرايين له جګړې سره همهماله ناټو د روسیې په اړه وخت ناوخت څرګندونې کوي او په ناټو کې د اوکرايين د ورګډولو احتمال هم روسیه قهرولې وه چې وروسته د دغو دواړو لوریو تر منځ د یوه بل په اړه توندې څرګندونې په ډېرېدو شوې.