د ناټو پیلوټان له سړې جګړې راهيسې تر ټولو لويو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي

د ویډیو تشریح، د ناټو پیلوټان له سړې جګړې راهيسې تر ټولو لويو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي

د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې سره ګوري چې اوکرایین ته د نورو لویدیځو وسلو د ورکولو او په دې اتحاد کې د فنلنډ او سویډن د شاملېدو پر غوښتنه خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې اوکرایین ته نورې درنې وسلې ورکړي. د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي د روسیې د توپچي ځواک په مقابل کې د اوږد-واټن ویشتونکو توپونو غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي نفيسه کوهنورد د ناټو داسې ځانګړو انځورونو ته لاسرسی موندلی، چې د اروپا په اسمان کې له روسي پوځ سره خورا نژدې مخامختيا ښيي.