اوکرایین د هوايي دفاع او توپچي ملاتړ غوښتنه کړې

اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي له نړۍ د عصري توغندي او دفاع سیسټم غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د جګړې له پیل راهیسې یې پر هېواد له ۲۶۰۰ زیات کروز توغندي لګېدلي دي.

د جګړې له پیله روسیې پر اوکرایین کروز توغندي توغولي، زلینسکي ټینګار کړی چې هېواد یې توپچي سیسټم ته سخته اړتیا لري.

د سیور دونیڅک جګړه په خونړې جګړه بدله شوې چې دواړو خواوو ته د درنې مرګ ژوبلې رپوټونه خپاره شوي.

رپوټونه وايي، روسیه هڅه کوي سیور دونیڅک سره د نورو ښارونو تړلې لارې له منځه یوسي.

د دغې سیمې والي سیرهي هایدای ویلي، روسي پوځ د سیوردونیڅک یو پول ویجار کړی او پر بل پله بمبار روان دی.

د نوموړي په ټکو: "روسي يوځیان د دویم پله پر ورانولو لګیا دي، زه پوهېږم هغوی غواړي په دې کار په بشپړ ډول سیور دونیڅک بیل کړي او په دې بریالي شي چې له هغه ځایه د خلکو ویستل او یا د مرسته کوونکو ځواکونو لېږد ناممکن شي."

ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان یوه نوې څېړنه ښيي چې روسیې د اوکرایین شمال ختیځ کې پر خارکیف ښار د ړندو بمباریو او په پراخه کچه د منع شویو کلسټر مهماتو په کارولو سره سلګونه ملکي کسان وژلي دي.‌

دا سازمان وايي‌ داسې شواهد یې موندلي چې روسي ځواکونو خارکیف کې په پرله پسې ډول (9N210/9N235) کلسټر یا خوشه یي بمونه، نور "خپرېدونکي" مهمات او داسې توغندي کارولي چې د لګېدو سیمه کې کوچني ماینونه شیندي او دغه ماینونه بیا وروسته یو په بل پسې په وقفه يي ډول چاودي.‌

Distinctive marks from a cluster munition in the roof of a car next to a playground in Kharkiv (Joel Gunter/BBC)

بي بي‌ سي خارکیف کې د استوګنې پنځو جلا سیمو ته ورغلې او د کلسټر مهماتو د اغېزو نښې نښانې یې پکې لیدلې دي.‌

موږ دغو ځایونو کې اخیستل شوي تصویرونه د وسلو دریو متخصصانو ته وښودل او ټولو وویل چې د اړولي زیان نښې یې د لانجمنو کلسټر یا خوشه يي‌ وسلو اغېزو ته ورته دي.‌

د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې هم چې یوه ځايي‌ اوسېدونکي بي بي سي ته ورکړي، پرله پسې خوشه یي چاودنې لیدل کېږي.‌

د خوشه یي‌ مهماتو کارول ځکه لانجمن دي، چې دا مهمات هوا کې تر چاودلو وروسته په پراخه سیمه کوچني بمونو شیندي او دغه بمونه ملکي خلک هم د خطر خولې ته ورکوي.

دا کوچني بمونه همدا راز له جګړې کلونه وروسته هم مرګژوبله پېښولی شي.

د نړۍ تر ۱۲۰ ډېرو هېوادونو هغه تړون لاسلیک کړې چې د دا ډول وسلو کارېدل منع کوي.‌

خو روسیه او اوکرایین دغو هېوادونو کې نه دي شامل.