اروپاپي ټولنې له روسیې د تېلو پر واردولو د نسبي بندیز هوکړه وکړه

اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وندیرلین دا هوکړه یو مهم ګام بولي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وندیرلین دا هوکړه یو مهم ګام بولي.

د اروپايي ټولنې مشران د هغه پلان په هکله هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې له روسیې د نفتو له دریو، دوې برخې صادرات درول کېږي.

د هنګري له مخالفت وروسته دغه هوکړه د اوس لپاره پر هغو تېلو اغېز نه کوي چې د نل لیکې له لارې له روسیې اروپا ته رسېږي.

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل وايي، له دې هوکړې سره د روسیې جنګي ماشین له یوې لویې سرچینې بې برخې شو.

دا پر روسیې د بندیزونو لړۍ شپږمه ټولګه ده، چې د بروکسل غونډه کې پرې ټولو ۲۷ غړو هېوادونو هوکړه وکړه.

ښاغلی میشل وايي، اروپايي ټولنې د همدې بندیزونو لړ کې د روسیې تر ټولو لوی سبیربانک او درې دولتي خپرندویه ادارې هم په لیست کې شامل کړي دي.

د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو استازو له روسیې د تېلو واردولو پر بندیز اوږد - تود بحث کړی، ځکه هنګري له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت کاوه.

ښاغلي میشل خبریالانو ته وویل له څو اونیو بحثونو وروسته ''په موقت ډول (له بندیز) د هغو تېلو پر مستثنا کولو هوکړه شوې، چې په نل لیکه کې له روسیې اروپايي ټولنې ته راځي. ''

د همدې هوکړې له کبله به اوس د اروپايي ټولنې بندیز یوازې د روسي تېلو هغه صادارات اغېزمنوي چې د سمندر له لارې اروپا ته لېږدول کېږي او له دریو دوې برخې جوړوي.

بل لور د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وندیرلین وايي، عملاً به ژر بندیزونه پراخ شي، ځکه په وینا یې جرمني او پولنډ ژمنه کړې، چې په خپله خوښه د روان کال تر پایه پورې د هغو روسي تېلو واردات بندوي چې د نل لیکې له لارې یې له روسیې ترلاسه کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړې زیاتوي اروپايي کمېسیون به (څومره ژر چې ممکن وي، پر دې استثنا له سره غور وکړي. اروپايي کمېسیون چې د غړو هېوادونو لپاره قوانین چمتو کوي، یوه میاشت مخکې له روسیې د تېلو پر واردولو د بندیز وړاندیز وړاندې کړی و.

خو د هنګري له لوری له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت چې ۶۵ سلنه ګاز د نل لیکې له لارې له روسیې ترلاسه کوي، د دې بندیز منظورۍ کې تر ټولو مهم خنډ و.