له مکسیکو امریکا ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره کيندل شوی تونل

د عکس سرچینه، US Attorney’s Office, California
امریکا کې امنیتي ادارو تر ځمکې لاندې داسې تونل موندلی چې د نشه یې توکو مافیا له مکسیکو دغه هېواد ته قاچاق لپاره کيندلی و.
دغه اوږد تونل د مکسیکو له تیجوانا د امریکا سن ډیګو کې یوه ګودام ته کښل شوی دی.
د دغه تونل اوږدوالی ۵۳۱ مترو ته رسېږي، پټلۍ او د برېښنا مزي پکې غځول شوي او ساه اخیستلو لپاره د هوا د بدلون پر سیستم سمبال دی.
امریکايي چارواکي د قاچاقي کوکاینو د ګودام په توګه یو کارېدونکی ملکیت پلاټه چې دا تونل یې وموند.
دوی ته هلته یو اندازه کوکائین، هیروئین او مېتامفېتامین په لاس ورغلي او شپږ کسان یې هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کالفورنیا سویلي حوزې لپاره د څارنوالۍ دفتر وايي دا تونل د ځمکې له سطحې ۱۸ متره ژور کېندل شوی او یو متر سور لري.

د عکس سرچینه، US Attorney’s Office, California
څارنوالانو ویلي چې امنیتي کسانو د دغه تونل تر موندل کېدو وړاندې لیدلي وو چې تیجوانا کې یوه ملکیت ته موټرونه ځي راځي او بیا همدا کار د مې پر ۱۳ مه سن ډیګو کې دغه ګودام ته هم وشو.
امنیتي ځواکونو دغه موټر درولي او د پلټنې پر مهال یې پکې نشه يي توکي موندلي وو.
دوی چې کله دا ګودام وپلاټه نو د پولې له بلې غاړې د راکښل شوي تونل خوله یې ومونده.
څاروالانو ویلي دغلته ۷۹۹ کیلوګرامه کوکائین، ۷۴ کیلو ګرامه مېتافېتامین او یو نیم کیلو هېروئین په لاس ورغلي.

د عکس سرچینه، US Attorney’s Office, California
که د دغو نشه توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسانو ګرم وګڼل شي نو په عمري بند او یو میلیون ډالرو جریمه محکومېدای شي.
نیول شوي کسان د ۳۱ او ۵۵ کلونو ترمنځ عمر لري.
چارواکو ویلي دا تونل یې نړولی او هڅه یې دا ده چې امریکا ته د نشه يي توکو د قاچاق هره ورغلې لار وتړي.
له ۱۹۹۳ کال راهیسې دا ډول ۹۰ پټې لارې چې متحدو ایالتونو ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره کارېدلې، موندل شوې.
وروستی ځل امریکا ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره کارېدونکی تونل په ۲۰۲۰ کال کالیفورنیا کې موندل شوی و.
هغه تونل ۱۳۱۳ متره اوږد و.










