د هټلر په اړه د لاوروف څرګندونو ته د اسراییلو غبرګون

لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

اسراییلي چارواکو او د یهودي ټولنو مشرانو د روسیې پر بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف له دې امله سختې نیوکې کړي چې په یوه مرکې کې یې هټلر"په خټه یهودي" بللی و.‌

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید دغه څرګندونې"نه بښونکې او د شرم وړ" بللې دي او د روسیې د بهرینو چارو له وزیر یې غوښتي چې د دغې "ناوړه تاریخي تېروتنې" له امله بښنه وغواړي.

ښاغلي لاپید همدا راز ویلي، د لاوروف د څرګندونو په اعتراض کې یې اسراییلو کې د روسیې سفیر ورغوښتی دی.

لاوروف څه ویلي؟

د یکشنبې پر ورځ له یوې ایټالوۍ رسنۍ سره د سرګي لاوروف څرګندونو له هغه وروسته جنجالونه راوپارول چې لاوروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه څنګه ادعا کوي اوکرایین د نازیزم غوښتونکی دی، داسې حال کې چې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلینسکي خپله یهود دی.‌

ښاغلي لاوروف په ځواب کې ویلي و: " دا د نازي غوښتنې کوم ډول دی؟ داسې حال کې چې موږ په خپله یهودان واوسو، دا هیڅ مانا نه لري، ځکه زما په اند هټلرهم یهود و."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: "موږ له ډېر وخت راهیسې له هوښیارو یهودانو اورېدلي چې د یهودانو تر ټولو ستر مخالفین پخپله یهودان دي."

یائیر لاپید د لاوروف د دغه څرګندونو په غبرګون کې ویلي"د هلوکاسټ پر مهال یهودانو خپل یهودان نه دي‌ وژلي، تر ټولو بده توکمپالنه دا ده چې په خپله یهودان د یهودیت پر ضد تورن کړئ."

هلوکاسټ قربانیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاوروف دا څرګندونې اسراییل کې د هلوکاسټ د قربانیانو له یاد غونډې یوه ورځ وړاندې کړي.

د دسیسې تیوري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو د اسراییلو د یهودي ټولنې سخته غوسه راپارولې ده.

د "یاد واشیم" بنسټ او په هولوکاسټ کې د میلونونه وژل شویو یهودانو د یادګار موزیم مشر ډیني ډیان د لاوروف څرګندونې "ریښتینو نازیزم قربانیانو ته سپکاوی او سخت ګزار"بللی دی.

ښاغلي ډاون ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر "د یوې داسې دسیسې تیوري تکراروي چې هیڅ واقعیت نه لري."

نوموړي هغې خبرې ته اشاره وکړه چې ګوندې هټلر په خټه یهودی دی او هم د یهودیت ضد روحیه پکې غښتلې ده.

د اوکرایین په جګړه کې د اسراییلو دریځ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکرایین د برید په پیل کې ویلي و، موخه یې "د اوکرایین بې وسلې او نازيانو پاکولو دي " او له هغو خلکو دفاع ده چې د هغه په وینا، اته کاله د اوکرایین حکومت له خوا له "جبر او نسل وژنې" سره مخ دي.

پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته د اسراییلو لومړی په خپل دریځ کې احتیاط کاوه او هڅه یې کوله چې مخامخ د مسکو غندنه ونه کړي.

د جګړې په لومړیو اوونیو کې د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بینیټ هڅه وکړه اسراییل د دواړو خواوو تر منځ منځګړی کړي، ځکه خو یې په پرله پسې توګه دواړو مشرانو سره لیده کاته وکړل.

خو دا هڅې ناکامه شوې او اسراییل بلاخره د ملګرو ملتونو په رای اچونه کې د روسیې ضد رایه وکاروله.