لاب سنګ؛ د جاروکښې زوی چې د پنجاب اعلی وزیر یې مات کړ

د عکس سرچینه، FACEBOOOK
هند کې عام آدمي پارټي (عام وګړي ګوند) د پنجاب ایالت ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او اوس هلته د خپل حکومت په جوړولو بوخت دی.
د پنجاب ایالتي اسمبلۍ د ټاکنو پایلې تر یوه سیاسي څونامي کمې نه دي.
دغه ایالت کې د عام ادمي ګوند عامو نوماندو د پرکاش سنګ، امرېندر سنګ، چرن جیت سنګ چني او نوجوت سنګ په څېر سترو او نوموتو سیاسي څېرو ته ماتې ورکړې ده.
خو د دغه ګوند دا نوې څېرې څوک دي چې پنجاب کې یې دا ستر ستر سیاسي څلي راونړول؟
لاب سنګ اګوکې؛ بدهوړ

د عکس سرچینه، Facebook
پنځه دېرش کلن لاب سنګ اګواکې د هند د پنجاب بدهوړ کې د دغه ایالت اعلی وزیر چرن جیت سنګ ته ماته ورکړې ده. هغه له بدهوړه د عام ادمي ګوند نوماند و.
لاب سنګ د بدهوړ د اګواکې کلي اوسېدونکی دی چې د موبایلونو په یوه پلورنځي کې یې کار کاوه.
پلار یې کروندو کې مزدوري کوي او مور یې په یوه ځايي دولتي ښوونځي کې جاروکښه ده.
هغه په ۲۰۱۳ کال د عام وګړي ګوند غړی شو.
لاب سنګ اګوکې د ۲۰۱۷ کال ټاکنو پر مهال پنجاب کې د عام ادمي ګوند د نوماند 'پرمل سنګ خالصه' په ټاکنیزو منډو ترړو کې برخه درلوده.
پرمل سنګ وړاندې د ګانګرس په ګډون له دوه نورو ګوندونو سره هم پاتې شوی و.
د عام وګړي ګوند دا ځل پنجاب کې 'لاب سنګ اګوکې' ودراوه او هغه د دغه ایالت اعلی وزیر چرن جیت سنګ ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
ډاکتر چرن سنگ - چمکور صاحب

د عکس سرچینه، DR. CHARANJIT SINGH/FACEBOOK
اعلی وزیر چرن جیت سنګ په چمکور ټاکنیزه حوزه کې هم ماته وخوړه او هلته خپل همنومه ډاکتر چرن جیت سنګ مات کړی دی.
دا چرن سنګ د سترګو ډاکتر او چمکور صاحب کې د ټولنیز فعالیت له کبله د ژبو پر سر دی.
هغه تل خلکو ته د ورپېښو مسایلو د هواري غږ پورته کړی. هغه دلته د 'چرن جیت سنګ چني' خلاف د سیالۍ ډګر ته وتلی و.
جیون جوت کوور -

د عامي ادمي ګوند له ختیځ امرتسره 'جیون جوت کوور' ټاکنو ته درولې وه.
هغې په دې ټاکنيزه حوزه کې دوه مشهورو سیاسي څېرو 'نوجوت سنګ سدهو' او وکرم سنګ مجیټهیا ته ماتې ورکړه.
جیون جوت کوور وايي له تېرو شل - پنځه ویشت کالو خیریه کارونو کې بوخته ده.
هغې بي بي سي ته ویلي چې کله یې سیاست ته د راتګ فکر نه و کړی. په هره توګه اوس د ټاکنو ډګر ته راوتلې او دا دی ستر سیالان یې مات کړي دي.
هغه وايي یوه ښځه هم د خپلې کورنۍ له ملاتړ پرته دې ځای ته نشي رسېدای، او ګواکې دا اوس تر واده وروسته هم له دغه ملاتړه برخمنه ده.

د عکس سرچینه، Facebook
جیون جوت کوور په ۱۹۹۲ کال د شري همکنټ پوهنیزې ټولنې تر رامنځته کېدو وروسته دغه ښوونځي کې د ماشومانو تدریس پیل کړ.
د عام ادمي ګوند مشر اروند کیجریوال پنجاب کې د خپل ګوند له دې پرتمینې بریا وروسته ویلي، عام سړی ډېر ځواکمن دی، او په کومه ورځ چې عام کس ودرېږي ډېر ستر انقلاب به راشي.
هغه وویل: "نن د خپل هېواد خلکو ته وایم چې پر خپل زور وپوهېږئ، را ولاړ شئ، په کور دننه انقلاب راولئ."
اروند کیجریوال وايي وار له مخ د هېواد ۷۰ کاله ضایع شوي او نور وخت باید ضایع نه شي.
اتر پردېش او یوګي ادیتیا نات

د عکس سرچینه، Getty Images
اتر پرادېش د هند تر ټولو ګڼ مېشتی ایالت دی او داسې ښکاري چې واکمن بي جي پي ګوند په کې د بریا پر لور ګامونه اخلي.
دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې هند کې یو ګوند اتر پرادېش کې په پرله پسې ډول دوه ځله ټاکنې ګټي.
دغلته واکمن ګوند لپاره د کپماین مشري د ایالت اوسنی اعلی وزیر 'یوګي ادیتیانات' کوله.
یوګي ادیتیا نات چې تل یې سر خریلی او زعفراني لنګوټی تړلی وي، اصلا توندلاری هندو راهب دی خو اوس یې سیاست ته مخه کړې.

د عکس سرچینه، AFP
هغه خپل ګوند ته دا ټاکنې په داسې حال کې وګټلې، چې د پراخو ټاکنیزو منډو ترړو څرک یې هم نه لګېده.
ادیتیا نات د بي جي پي راتلونکی بلل کېږي او انګېرنه دا ده چې آن لومړی وزیر نرېندرا مودي یې هم له پراخ نفوذ اندېښمن دی.
هغه اوس ۴۹ کلن او له مودي ۲۰ کاله کشر دی.
ډېر پر دې باور دي چې دې بریا هغه نور د بي جي پي مشرۍ ته نږدې کړی.










