بایډن: روسیه پر اوکرایین یرغل ته پلمه لټوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، ''هره اشاره ښيي چې روسیه به راتلونکو څو ورځو کې پر اوکرایین یرغل وکړي. ''
ښاغلي بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، پر اوکرایین د روسیې یرغل ګواښ احتمال ''خورا زیات دی. ''
نوموړي د ثبوت په توګه د اوکرایین پولې ته څېرمه د اضافي روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو یادونه وکړه او په خبره یې په ''په جعلي پوځي برید کې یې ښکېلتیا ښيي چې (اوکرایین خاورې ته) د ننوتلو لپاره پلمې لټوي. ''
ښاغلي بایډن د دې تر څنګ وویل، له دې هر څه سره سره دی باوري دی، چې اوس هم دیپلوماتیک حل امکان لري.
نوموړی وايي، سملاسي د روسیې له ولسمشر سره د خبرو لپاره پلان نه لري.
روسیه په تکرار سره وايي، پر اوکرایین د برید پلان نه لري.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن پر همدې موضوع د خبرو پر مهال وویل، پر اوکرایین د یرغل خبرې ''ناسم معلومات '' دي.
بل لور د ریانویستي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، روسیې په مسکو کې د امریکا د سفیر مرستیال بارټ ګورمن له دې هېواده ایستلی دی.
تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي، چې ښاغلی ګورمن ولې له روسیې ایستل شوی دی.
بارټ ګورمن په روسیه کې د امریکا سفارت دویم مهم کس بلل کېږي.
د ریانویستي په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د روسیې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان سولیوان د پنجشنې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی.
د دې خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټریس چې د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته په سفر تللې، په یوه خبري غونډه کې وویل، هېواد به یې ''د اوکرایین تر څنګ ودرېږي '' چې د خپل راتلونکي پرېکړه په خپله وکړي.
مېرمن ټرس وايي، د اوکرایین له پوځي پروژو سره به د بریتانیا د مرستو کچه له اتیا تر سل میلیون پاونډو (۱۱۰ تر ۱۳۵ میلیون ډالرو) پورې ورسېږي.
نوموړې دغه راز وویل، هغسې چې روسیه ادعا کوي، له اوکرایین سره د ځای پر ځای شویو روسي پوځيانو شمېر کې لږوالی نه دی لیدل شوی.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیره وايي، ''که روسیه د دیپلوماسۍ لاره خپله نه کړي '' هېواد یې چمتو دی، چې له متحدینو سره یو ځای پر روسیې درانه بندیزونه ولګوي.

د مسکو او واشنګټن تر منځ ترینګلتیا په داسې حال کې ډېره شوې، چې لویدیځوال پر اوکرایین د روسیې احتمالي یرغل په هکله اندېښنې څرګندوي.
د روسیې او لوېدیځوالو تر منځ د اختلاف یو مهم لامل اوکرایین ته د ناټو سازمان غړیتوب ورکول او د دې سازمان پراختیا بلل کېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشبې پر ورځ یو ځل بیا اوکرایین ته د ناټو سازمان غړیتوب ورکولو له احتماله دفاع وکړه.
ښاغلي ستولتنبرګ وویل:
''موږ نه شو کولای هغې دورې ته ستانه شو، چې هېوادونو به د نفوذ ساحه درلوده او ځواکمنو هېوادونو به د زور او ګواښ له لارې خپله خوښه په نورو تپله. ''
نوموړی وايي، ناټو چارواکي رومانیا او د سازمان غړو نورو سویل ختیځو سیمو ته د اضافي ځواکونو استولو پر ارزونه کار کوي.










