د اوکرايين کړکېچ: د اروپايي مشرانو ديپلوماتيکې هڅې

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کړکېچ: د اروپايي مشرانو ديپلوماتيکې هڅې

پر اوکرایین د روسیې د برید د مخنیوي لپاره ډیپلوماتیکي هڅې ګړندی شوي دي د جرمني چانسلر اولف شولز کیف او مسکو ته په سفر تللی دی.

جرمني وروستی لوېديځ هېواد شو چې دا خبردارۍ ورکوي چې پر اوکرایین د روسیې برید ښايي ژر پېښېدونکی وي.

د اوکرایین حکومت هم له مسکو غوښتي چې د خپلو پلانونو په اړه د خبرو لپاره له دوی سره غونډه وکړي.

په بريتانيا کې د اوکرايین سفير وايي هېواد یې ښايي پر خپلې هغې اوږدمهاله هیلې هم بیا غور وکړي چې غواړي د ناټو غړی هېواد شي.