نوی چینايي کال د پړانګ په نامه نومول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
سبا د فبرورۍ میاشتې لومړۍ نېټه د چینایانو په کالیزه (جنترۍ) کې تر ټولو مهمه ورځ ده.
پر دې ورځ د نوي کال د پېلېدو په پلمه شاوخوا یو میلیارد چینایان له خپلو عزیزانو سره ناسته ولاړه، خوراک او خوشحالي کوي.
د چینایانو نوی کال چې د سپوږمۍ له خوځښت سره تړاو لري هر کال پر یوې مشخصې ورځې نه برابرېږي، د جنوري او فبروي میاشت په مینځ کې پر یوې ورځې پرېوځي.
چینایان د نجوم د علم پر بنسټ هر یو کال د یوه حیوان په نامه کوي او په دې باور دي چې د ټاکل شوي حیوان خاصیت د دغه کال په ترڅ کې په ترسره کېدونکو کارونو کې راڅرګندېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چینايۍ کالیزې له مخې نوی کال د ډسمبر تر ۲۱مې وروسته وي او د پسرلي پیل بلل کېږي.
دغه کال قمري یا د سپوږمۍ د خوځښت پر بنسټ وي چې سپوږمۍ په کې ټولټال ۲۴ دورې ترسره کوي.
چینایان په خپل هېواد کې دننه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په تېره بیا د لویو ښارونو هغو سیمو کې چې چینا ټاون یا چینايي ښارګوټي بلل کېږي دغه ورځ لمانځي او نوره نړۍ هم ورسره آشنا کوي.
هر چینايي کال له ۱۲ حیواناتو د یوه په نامه نومول کېږي او راتلونکی کال به د پړانګ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی په دې باور دي هغه ماشومان چې راتلونکی کال پیدا کېږي، ځواکمن او زړور به وي.
په کور دننه د مراسمو ترڅنګ، په کوڅو کې هم نندارې وړاندې کوي چې تر ټولو پېژندل شوی یې د ښامار نڅا ده چې په سمبولیک ډول پر خزانې پروت وي او خپل ځواک ښيي.
چینايان د نوي کال د مراسمو تزيين تر ډېره په سره رنګ ګوي چې د مینې، بریا او ښه بخت مفهوم لېږدوي ځکه نو ماشومانو ته په سرو پاکټونو پیسې ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سره رنګ او اورلوبې رېښه له چینایۍ افسانې اخیستل شوې چې وايي، پخوا زمانو کې یو ښامار و چې د کال په پیل کې به یوه کلي ته راته او ټول څاروي به یې خوړل.
خو وروسته یوه هوښیار سپین ږيري ته معلومه شوه چې دا ښامار له سره رنګ او اوره ډارېږي، نو د هرکال په پیل کې به یې د اور او سرو رنګونو ننداره جوړه کړه چې ښامار کلي ته ور نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چینايي جشن رسمي لمانځل چې له ۱۹۹۰مې لسیزې پیل شوی تر دوو اونیو دوام کوي یوه اونۍ یې رسمي رخصتي وي.
د چین د سوداګرۍ وزارت وايي خلک سر له ننه ۸۲۰ میلیارد ین چې ۹۶میلیارد سټرلینګ پوند کېږي د نوي کال په شپه پر پېرېدولو او خوړو لګوي.


















