د الوتکې ټایرونو کې پټ سړی له ۱۱ ساعته الوت وروسته ژوندی موندل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
هالنډ پولیس وايي، له سویلي افریقا یې د ایمسټردام هوايي ډګر ته رسېدلې الوتکې د ټایرونو برخه کې یو قاچاقي مسافر ژوندی موندلی دی.
د سویلي افریقا له یوهانسبرګه د ایمسټردام شیپهول هوايي ډګر ته معمولاً ۱۱ ساعته هوايي سفر دی او د دې بارچالانۍ الوتکې په هکله باور کېږي چې د کینیا په نېروبي کې یې هم دمه کړې.
د اوږده واټن په الوتنو کې چې هوا کې اکسیجن کم شي او د تودوخې درجه خورا ټیټه شي، د ټایرونو برخه کې د پټو کسانو ژوندي پاتې کېدل خورا ناشونې چاره بلل کېږي.
ځايي پولیس وايي، دغه سړی چې د معمول خلاف ژوندی پاتی شوی، هویت او نوم یې تر اوسه نه دي څرګند شوي.
د هالند شاهي پوځ پولیسي څانګې یوې ویاندې جوانا هیلموندس د دې سړي په هکله اې ایف پي خبري اژانس ته وویل: ''دا سړی د الوتکې مخکینیو ټایرونو برخه کې داسې حال کې وموندل شو، چې روغتیايي نسبتاً ښه وه او سملاسي روغتون ته استول شوی دی. ''
نوموړې وايي، ''دا ډېره پاموړ ده، چې دا سړی تر اوسه ژوندی دی. ''
د هالنډ این او اېس خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، کله چې دا سړی په امبولانس کې استول کېدَه، د بدن تودوخې درجه یې لوړه شوه او لومړنیو پوښتنو ته یې ځواب ویلای شوای.
بل لور د هوايي بارچالانۍ ایټالوي شرکت کارګولوکس رویټرز خبري اژانس ته یوه برېښنالیک کې تایید کړې چې د الوتکې ټایرونو کې پټ سړی د دوی اړوند الوتکه کې ایمسټردام ته رسېدلی.
د دې الوتنې اړوند معلومات ښيي چې الوتکه له سویلي افریقا وروسته په کینیا کې هم تم شوې، خو دا معلومه نه ده، چې دا سړی په یوهانسبرګ کې او که په نېروبي کې الوتکې ته ختلی.









