د پولیسو له چاپې وروسته د هانګ کانګ سټنډ نیوز رسنۍ د خپرونو د بندولو اعلان وکړ

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

په هانګ کانګ کې د پاتې دیموکراسي پلوه رسنیو له ډلې یوه اعلان کړی چې خپلې ټولې خپرونې بندوي او خپل ټول مامورین له دندو ګوښه کوي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې پولیسو د سټنډ نیوز په نامه دې رسنې پر دفترونو چاپه واچوله او اوه کسان یې ونیول.

څه باندې دوه سوه پولیسو د نوموړې رسنۍ دفترونه تالاشي کړل.

پولیسو تور پورې کړی چې سټنډ نیوز په نامه دغه رسنۍ چې پر انلاین خپرونې کوي داسې مطالب خپروي چې د چارواکو پرضد کرکې پاروي.

په هانګ کانګ کې پولیس وايي د سټنډ نیوز پر دفترونو د پولیسو چاپه به هانګ کانګ کې د بیا ازادي او د خلکو حقونه زیانمن نه کړي خو نیوکه کوونکي وايي چې په هانګ کانګ کې پلی کړای شوي قانون وار دمخه مخالفین تر ډېره غلي کړي دي.

سټنډ نیوز دویمه رسنۍ ده چې سږکال پرې په هانګ کانګ کې د پولیسو لخوا دغه ډول چاپه اچول کېږي او کارکوونکي یې نیول کېږي.

تر دې وړاندې اپل ډيلي په نامه رسنۍ هم چې پر چارواکو یې سختې نیوکې کولې تړل شوې وه.

د پولیسو مشر جان لي یوې خبرې غونډې ته ویلي ''هغه کسان به ونه زغمل شي چې ملي امنیت ګواښي. ''

ښاغلي لي چې په یوې خبرې غونډې کې یې خبرې کولې وویل ''له رسنۍ نه د یوې وسیلې په توګه د خپلو سیاسي او نورو شخصي اهدافو لپاره کار اخیستل د قانون خلاف کار دی او ځیني شطان صفته عناصر شته چې د بیان ازادي زیانمنوي. ''

د سټنډ نیوز پر فیسبوک پاڼې خپاره شویو تصویرونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر پولیس د رسنۍ د دفتر مخې ته ولاړ دي.

د پولیسو له چاپې نه یوه شپه مخکې د سټنډ نیوز مسوول مدیر رنسن چن په هانګ کانګ کې خبریالانو ته ملمستیا کړې وه او په یوه وینا کې یې د اپل ډیلي رسنۍ د تړل کېدو په اړه ویلي وو چې هانګ کانګ یې ''ولړزاوه. ''

ښاغلي چن دغه راز ویلي وو ''پروا نه کوي که مخکې لاره هرڅومره ستونزمنه هم وي هانګ کانګ به تل رښتیا او خبریالانو ته اړتیا ولري او د هانګ کانګ د خبریالانو ټولنه به له مینځه لاړه نه شي. ''

نوموړی اوس د پولیسو لخوا د پوښتنو ګرویګنو لپاره بیول شوی دی.