د موټر درولو ځای د یو اعشاریه درې میلیونه ډالرو بدل کې پلورل شوی

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي د موټر درولو دغه ځای په ماونټ نېکولسن نومې ګران بیه مېنه کې موقعیت لري

رپوټونو کې ویل شوي، هانګ کانګ کې د موټر درولو لپاره د ځمکې یوه کوچنۍ ټوټه د یو اعشاریه درې میلیونه امریکايي ډالرو بدل کې پلورل شوې ده. د موټر درولو لپاره دومره لوړه بیه بې ساري بلل کېږي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د موټر درولو دغه ځای د هانګ کانګ ښار په هغه سیمه کې دی، چې ډېری اوسېدونکي یې خورا شتمن خلک دي.

د ماونټ نېکولسن په نامه دغه مېنه کې د کورونو او مېشت ځایونو بیې هم خورا لوړې دي.

هانګ کانګ له ګڼې ګوڼې ډک داسې ښار دی، چې د ځمکې خورا کوچنۍ ټوټه که د اوسېدو لپاره وي او که د یوه موټر درولو لپاره وي، د پلور په صورت کې خورا ډېر ارزښت لري.

هانګ کانګ چې د نړۍ له مهمو سوداګریزو مرکزونو یو دی، د اوسېدو لګښتونه پکې خورا لوړ دي.

د بلومبرګ رپوټ ښيي چې له دې مخکې ۲۰۱۹ کال کې د موټر درولو یو بل ځای هم په همدې هانګ کانګ کې د بې سارې ۹۸۰ زره ډالرو بیې بدل کې پلورل شوی و.

وهیلوک پراپرټي نومې ادارې چې په ماونټ نېکولسن سیمه کې د جایدادونو پېر او پلور مسوولیت لري، تر اوسه په دې هکله د بي بي سي پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو له نرمښت وروسته د جایدادونو ډېری پېرودونکو هانګ کانګ ته مخه کړې او ویل کېږي چې د دې ښار د ګران بیه مېشت ځایونو کاروبار ډېر تود شوی دی.

په مې میاشت کې د دغه ښار یو کور د یوې میاشتې لپاره د ۲۱۰ زره ډالرو کرایې بدل کې د اوسېدو لپاره ورکړل شوی.