د تایوان ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدنې لسګونه کسان وژلي دي

Firefighters using water cannon to extinguish a fire on a commercial and residential building in Kaohsiung city, southern Taiwan, 14 October 2021

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دې ودانۍ کې ۱۲۰ اپارتمانونه وو چې ډېری اوسېدونکي یې د پاخه عم کسان یا معلولین دي

د تایوان چارواکي وایي، د دې هېواد په سویل کې په یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژلي او لسګونه نور سخت سخت ژوبل شوي دي.

د اور وژنې ځایي اداره وایي، د کاهسیونګ ښار په یوه تجارتي او استوګنیزه ودانۍ کې دا اور د پنجشنبې سهار وختي ولګېد.

یاده ادره وایي، عمله یې له څلور ساعته خوارۍ وروسته وتوانېده چې اور ووژني. چارواکو بي بي سي ته ویلي، لږ تر ۷۹ کسان روغتون ته لېږدول شوي او د ۱۴ حالت نازک دی.

تر اوسه مالومه نه ده چې اور څنګه پیل شو،‌ او د لاملونو په اړه یې پلټنې روانې دي.‌ خو شاوخوا اوسېدونکو ځایي رسنیو ته ویلي، دوی د اور له پیلېدو مخکې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد.

چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې د ودانۍ د اووم او یوولسم پوړ ترمنځ په استوګنځایونو کې ښایي لا هم ځینې کسان ایسار پاتې وي.

د سیمې یو اوسېدوکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې سیمه کې د برېښنا له مزو یو ډول غږونه راتلل.

د ودانۍ په لاندې پوړونو کې د ناکاره توکو امبار هم د ژغورنې عملیات لا ګران کړل، ځکه پاسنیو پوړونو ته یې د رسېدو مخه نیولې وه.

ویل کېږي چې د دې ودانۍ لاندې برخه کې یو مهال رستورانت، کلب او سینما هم وه،‌ خو دې وروستیو کې ټول بند شوي وو.

دا ودانۍ ۱۲۰ اپارتمانونه لري او ویل کېږي چې ډېری اوسېدونکي یې د پاخم عمر خلک او یا هم معلولین دي.