د ایټالیا پر یوه ودانۍ د الوتکې غورځېدو پېښه کې اته کسان وژل شوي
ايټالیا کې یوه کوچنۍ شخصي الوتکه پر یوې ودانۍ غورځېدلې، چې له کبله یې اته کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي، ودانۍ تشه وه او ټول وژل شوي کسان د الوتکې سپرلۍ دي.
میلان ښار کې د دې غورځېدلې الوتکې پیلوټ د رومانیا میلیاردر ډان پیتریسکو و.
دغه الوتکه له میلانه ساردینیا ټاپو ته پر لاره وه، چې له هوايي ډګره له الوت لږ وروسته وغورځېده.
وروسته د دفترونو په هغه بلاک کې اور ولګېد چې الوتکه پرې غورځېدلې وه. د دې پېښې په هکله پلټنه پیل شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA
یو شمېر عیني شاهدان وايي، د یوه ماشین درلودونکې پیلاتوس پي سي - ۱۲ نومې دغې الوتکې له غورځېدو مخکې اور اخیستی و.
یوه ځايي اوسېدونکي ګیوسیپي رویټرز خبري اژانس ته وویل:
''الوتکه مې د سر د پاسه تېره شوه او داسې غږ مې واورید، لکه ماشین یې چې بند شو. ''
نوموړي زیاته کړه:
''وروسته مې د یوې زورورې چاودنې غږ واورید، د کور کړکۍ ولړزېدې، بیا مې کړکۍ پرانیستې او بهر مې لوګي ولیدل چې له ځمکې پورته کېدل. ''
پیتریسکو د ځمکو کاروبارو کاوه او د رومانیا له خورا شتمنو کسانو یو بلل کېده.
رپوټونو کې ویل شوي، وژل شویو کې د ده تر څنګ یې مېرمن، یو ۳۰ کلن زوی یې او یو ماشوم هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.











