د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو په کاڼو وویشتل شو

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو د یو ټاکنیز کمپاین غونډې پر مهال د احتجاج کوونکو لخوا په کوچنیو کاڼو ویشتل شوی دی.‌

نوموړی له غونډې وروسته خپل بس موټر خوا ته روان و چې د کاڼو ګوزارونه پرې وشول،‌ خو ټپي شوی نه دی.

لومړي‌ وزیر وروسته الوتکه کې خبریالانو ته وویل،‌ ښایي‌ په اوږه لګېدلی وي.

ده د ۲۰۱۶ کال یوه پخوانۍ پېښه هم یاده کړه چې یوې ښځې پرې د کدو د زړو ګوزار کړی و.‌

ښاغلي ټروډو په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې منځمهاله ټاکنې به کوي، ځکه غواړي خپل لېبرال ګوند لپاره اکثریت څوکۍ وګټي.

خو د نوموړي کمپاین د کورونا ضد واکسین د بهیر او نورو بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخ دی.

تېره اوونۍ هم لومړی وزیر ټروډو اړ شو چې یوه کمپایني غونډه لغوه کړي، ځکه یو شمېر احتجاج کوونکو د غونډې پر ځای یرغل وکړ.

دې وروستیو پېښه کې د ده د کمپاین ډلې دوه نور کسان هم په کاڼو لګېدلي، خو ژوبل شوي نه دي.

کاناډا کې د اپوزیسیون محافظه کاره ګوند مشر اېرېن اوټول دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.‌

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دا ډول کړنې د زغملو نه دي او باید له ګواښونو او تاوتریخوالي ډډه وشي.

ټاکل شوې ده چې د کاناډا پارلماني ټاکنې د روانې سپتمبر میاشتې پر شلمه نېټه ترسره شي.